د کاپيسا په حصه اول کوهستان کې طالبان: قصابان دې د هر غوايي د حلالولو په بدل کې ولسوال ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړي

اطلاعات روز: د کاپيسا ولايت په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې سرچينې وايي، چې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالمتين سعيد قصابانو ته ويلي، چې د يو کيلو غوښې بیه ۵۰ افغانۍ زياته کړي او ده ته د هر غوايي د حلالولو په بدل کې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړي.

د کاپيسا د حصه اول کوهستان ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال شاوخوا دوې اونۍ وړاندې پر خپله فېسبوکپاڼه د دې ولسوالۍ په «بشرکت نساجي بازار» سيمه کې د «جمعه بازار» د جوړېدلو خبر ورکړی و او ويلي يې و چې دا بازار د خلکو د کاروبار ښه کولو په موخه جوړ شوی دی.

اوس باوري ولسې سرچينې وايي، چې عبد المتين سعيد د دې بازار قصابانو ته امر کړی، چې په هر کيلوګرام کې دې د غوښې قيمت ۵۰ افغانۍ لوړ کړي او ده ته دې د هر حلالېدونکي غوايي په بدل کې دوه زره افغانۍ ورکړي.

د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له «شرکت بازار» څخه يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې اوس مهال په دې سیمه کې د قصابۍ لس دوکانونه شته چې هر يو يې د ورځې يو غويی حلالوي او پلوري.

په دې توګه د طالبانو د ولسوال عبد المتين سعيد جيب ته په يوه ورځ ۲۰ زره افغانۍ ځي.

دې سرچينې همدا راز وويل، چې طالبانو «شرکت بازار» نورو دوکاندارانو ته امر کړی دی چې د جمعې په ورځو کې دې خپل اجناس د پلور لپاره «جمعه بازار» ته راوړي.

د سرچينې په وينا، طالبانو دوکاندارانو ته خبرداری ورکړی چې که له دې امر سرغړونه وکړي، دوی به يې جريمه کړي.

د کاپيسا حصه اول کوهستان ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبد المتين سعيد دا ادعاوې ردوي.