اطلاعات روز: کابل کې د جاپان سفارت وايي، د طالبانو هغې پرېکړې چې د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې ښځینه محصلانې حذفوي سخت ناهېلي او مايوس کړي دي.
دې سفارت پر خپله ټويټر پاڼه له طالبانو غوښتي، چې د خپلې دې پرېکړې په اړه دې له سره غور وکړي او ښځو او نجونو ته دې زدکړييز فرصتونه برابر کړي.
طالبانو په خپله وروستۍ پرېکړه کې د خصوصي تحصيلي بنسټونو په کانکور ازموينه کې د ښځينه محصلينو پر نومليکنه بنديز لګولی دی.
تر دې وړاندې دې ډلې تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ ښوونځي تړلي او په دولتي پوهنتونو کې يې د ښځو او نجونو زده کړې هم ځنډولې دي.
طالبانو په دولتي او غير دولتي ادارو کې د ښځو پر کار هم بنديز لګولی دی.