طالبانو د کندهار په ټولو ولسواليو کې د ترياکو د پېر او پلور مرکزونه وتړل

اطلاعات روز: طالبانو د کندهار ولايت د ټولو ولسواليو په بازارونو کې د ترياکو د پېر او پلور مرکزونه تړلي او په بازار کې يې د ترياکو پر خرڅلاو بنديز لګولی دی.

کندهار کې د طالبانو يوه غړي چې نه یې غوښتل نوم يې یاد شي وایي، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې په دې هڅه کې دي ترڅو د کندهار په ټولو ولسواليو کې د ترياکو بازارونو وتړي.

د ده په خبره چې مخکې کندهار کې زياتو کسانو د ولسواليو په بازارونو کې په ازادانه ډول د ترياکو پېر او پلور کاوه چې له دې وروسته به اجازه ورنکړل شي.

کندهار کې د ترياکو پلورونکي وايي، له دې پريکړې وروسته به د ترياکو په بيو کې نور هم لوړوالی راشي.

حبیب الله چې د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کې د ترياکو پېر او پلور کوي وايي، اوس مهال کندهار کې د يو من ترياکو بيه څه باندې درې لکه او ۱۵ زره کالدارې ده خو په وينا يې چې لا به هم دغه بیې لوړې شي.

نموړي وویل: «دا به د دې سبب شي چې دغه قيمتونه نور هم پسې لوړ شي، زموږ پر بازار هم اوس بنديز ولګېد نور مجبوره يو ترياک په پټه خرڅ کړو.»

طالبانو دا پرېکړه وروسته له هغه کړې چې تردې وړاندې دغې ډلې په ټول هېواد کې د کوکنارو په کښت او قاچاق بندیز لګولی و.