اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي وایي، چې پاکستان بايد د پېښور په جومات کې د وروستۍ چاودنې له امله «افغانستان ته د پړې ګوته نه نیسي او خپل مشکلات دې خپل کور کې وګوري».
نموړي دا څرګندونې نن (چهارشنبه، ۱۲ د سلواغې) د روږدو کسانو د درملنې د يوه مرکز په پرانيسته کې وکړې.
متقي وویل: «د پاکستان له وزیرانو هم هیله کوو چې د خپل بام واورې دې د بل چا پر بام نه اچوي. خپل مشکلات دې خپل کور کې وګوري. موږ مشوره ورکوو چې د پیښور چاودنې دقیقه پلټنه وکړئ.»
د دوشنبې ورځې غرمه مهال د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د پېښور ښار په يوه جومات کې خونړۍ چاودنه وشوه. له وروستيو شمېرو سره سم، په دې چاودنه کې ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ژوبل دي.
متقي زیاتوي، چې د دوی تجربه ښيي چې ځانمرګي دغه ډول وېجاړۍ نشي کولی «په تېرو شلو کلونو کې موږ داسې بم یا واسکټ ونه لید چې د مسجد چتونه هم والوځوي او په سوونو انسانان دې هم له ځان سره والوځوي.»
هغه ټینګار کوي چې د دې چاودنې دقیقه پلټنه دې وشي.
په لومړي سر کې د دې بريد مسووليت د پاکستاني طالبانو ډلې ومانه؛ خو وروسته د دې ډلې وياند وويل چې دوی په دې بريد کې لاس نه لري.
پاکستاني چارواکو ويلي، چې د دې بريد په تړاو څېړنې روانې دي. دې چارواکو تر اوسه کومې څرګندونې نه دي کړي.
پاکستانيانو بيا – بيا ادعا کړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د دوی پر خلاف کارېږي؛ خو کابل دا ادعا ردوي.