انځور: د مشعل استاد فیسبوک پاڼه

د کابل په واټونو کې کتاب پلورنځی؛ د نجونو پر زده کړو د بنديز غبرګون کې د يوه استاد اعتراضي حرکت

اطلاعات روز: اسماعيل مشعل چې د پوهنتون استاد دی او د ښځو پر لوړو زده کړو د طالبانو تر بنديز وروسته يې له خپلې دندې لاس اخیستی، اوس يې د خپل ځان لپاره لاسي کراچۍ جوړه کړې او د کابل پر سړکونو د پلازمينې اوسېدونکو ته کتابونه ډالۍ کوي.

ده پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: «استاد مشعل پيدا کړئ او د يوه کتاب ډالۍ تر لاسه کړئ.»

يو څه وخت وړاندې مشعل په يوه ټلويزیوني خپرونه کې د نجونو پر لوړو زده کړو د طالبانو بنديز ته په غبرګون کې خپل تحصيلي سندونه پرې کړي و.

مشعل په دې خپرونه کې ويلي و چې تحصيلي اسناد ورته هيڅ ګټه نه کوي او دا هيواد «د زده کړې کولو ځای نه دی.»

ده په ژړغوني غږ ويلي و: «نن چې مې خور او مور درس نشي ويلای، ماته هم دا درس د منلو وړ نه دی.» مشعل په کابل کې د يوه خصوصي پوهنتون مديريت هم کاوه.