امريکا د طالبانو پر يو شمېر غړو د ويزې محدوديت ولګاوه

اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن وايي، چې هيواد یې پر ښځو او نجونو د طالبانو د بنديزونو په غبرګون کې د طالبانو پر اوسنيو او پخوانيو غړو او يا هم هغو کسانو چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځپلو مسوول ګڼل کېږي، د ويزې محدوديت لګولی دی.

د بلينکن په بیانیه کې چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۲ د سلواغې) خپره شوې، راغلي چې شونې ده طالبانو ته نږدې کسان هم د ويزې په محدوديت کې شامل وي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت په بیانیه کې د طالبانو د غړو نومونه نه دي یاد شوي.

هغه زياته کړې، چې د طالبانو وروستيو فرمانونو چې ښځې پوهنتون ته له تلو او په غير دولتي سازمانونو کې کار کولو بندوي، پخواني محدوديتونه زيات کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې طالبانو په دا ډول پرېکړو يو ځل بيا وښوده چې د افغانستان د خلکو پرمختګ ته پاملرنه نه کوي.

د ده په خبره، چې تر اوسه د طالبانو اقداماتو تر يوه ميليون ډېرې نجونې او ښځې له زده کړو بې برخې کړې او ډېری يې له کار کولو بندې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په وينا، دا شمېره د وخت په تېرېدو سره زياتېږي او اقتصادي او انساني بحرانونه د افغانستان وضعيت بدتر کوي.

د ده په وينا، د ودې او اقتصادي پياوړتيا لپاره د ښځو او نجونو باکيفيته، امنې او پراخې زده کړې او د ښځينه کاري ځواک ګډون ضروري دی او همدا راز د ثبات لپاره اړينه ده چې نابرابري کمه وي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې په يوه برخه کې راغلي چې تر څو طالبان بشري حقونو او د ښځو او نجونو په شمول د ټولو افغانانو ازاديو ته احترام ونه کړي، تر هغو د نړيوالې ټولنې د درنښت او ملاتړ تمه هم نشي لرلای.

ده همدار راز ويلي، چې له خپلو نږدې متحدينو او د امريکا له شريکانو سره پر يوه داسې تګلاره کار کوي چې طالبانو ته وښيي چې د دې ډلې اقدامات يوه بيه لري او له نړيوالې ټولنې سره د اړيکو د ښه کولو مخنيوی کوي.