اطلاعات روز: د طالبانو او پاکستان حکومتونو دواړو اړخونو ته د څو چنده مالياتو د مخنيوي کنوانسيون لاسليک کړ.
د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د دې سند لاسليکول يو مهم ګام بللی او ويلي يې دي چې د «عطف» له دې نکتې تېرېدلو دوولس کاله وخت اخیستی دی.
نموړي نن (شنبه، ۱۵ د سلواغې) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د دواړو اړخونو پانګوال، قرارداديان او دنده لرونکي به ډېره ګټه وکړي.
د ډان ورځپاڼې له راپور سره سم، د څو چنده مالياتو د مخنيوي تړون تر دریو ورځينو خبرو – اترو وروسته د طالبانو او پاکستاني پلاوي تر منځ په اسلام اباد کې لاسليک شوی دی.
د پاکستان د نړيوالو عوايدو د ادارې رييس عاصم احمد هم په دې اړه خوښي څرګنده کړې چې دا تړون به د دواړو هيوادونو اقتصادي اړيکې ښې کړي.