انځور:U.S. Special Representative Thomas West/ via twitter

توماس وېسټ په جينوا کې: د طالبانو سياستونه ميليونونو وګړو ته د مرستې لېږد ګواښې

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، چې د سويس پلازمینې جينوا ته يې په خپل سفر کې د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان له رهبرۍ، د روغتيا له نړيوال سازمان او په افغانستان کې له ټولو مرستندويو بنسټونو سره کتلي دي.

نموړي نن (يکشنبه، ۱۶ د سلواغې) د ټويټونو په يوه لړۍ کې ويلي، چې د ګاونډيو هيوادونو له استازو سره يې په جينوا کې ليدلي دي او د طالبانو وروستيو فرمانونو ته د دې هيوادونو ځواب همغږی دی؛ او د طالبانو سياستونه ميليونونو خلکو ته د مرستو لېږد له ګواښ سره مخ کوي.

وېسټ ويلي، چې د بشري حقونو له ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ سره په اړيکه کې دی.هغه ليکلي چې د بشري حقونو د حالت په خرابېدو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره بايد د بېنټ د کار او راپور ملاتړ وشي.

د امريکا ځانګړي استازي تر سويس وړاندې پاکستان ته هم سفر کړی او د پاکستان له ملکي او نظامي چارواکو سره يې کتلي دي.

ټاکل شوې چې هغه به جرمني ته هم سفر وکړي. د ښځو او نجونو په ګډون د بشري حقونو وضعیت او بشري ناورین د وېسټ د سفر له محوري موضوعاتو بلل کېږي.