اطلاعات روز: کندهار او ارزګان ولایتونو کې په دوو جلا پیښو کې دوه تنه په خپل منځي او د ځمکې پر سر شخړو کې په ډزو وژل شوي دي.
کندهار کې د طالبانو د والي وياند عطاءالله زيد وايي، چې نن (یکشنبه، ۱۶ د سلواغې) له غرمې مخکې د سپین بولدک ولسوالۍ د پنځمې حوزې اړوند د ملاولي ويالې په سيمه کې د حیات الله په نوم کس د ځمکې پر سر شخړه کې وژل شوی دی.
کندهار کې د طالبانو پولیس وایي، په قتل تورن کس له سیمې تښتیدلی خو دوی یې د نیولو هڅې پېل کړې دي.
دغه راز ارزګان کې بیا د طالبانو د اطلاعت او کلتور رییس اغا ولي قریشي وایي، چې د دې ولایت په مهر اباد سيمه کې د ميرجان په نوم يو کس په خپل منځي شخړه کې وژل شوی دی.
هغه وایي، میراجان خپل اوښي شاولي په ډزو وژلی دی.
د ده په خبره شاولي نیول شوی او په لومړنیو څیړنو کې یې ویلي چې اوښی یې د ده کور ته د غلا په موخه اوښتی و.
په دې وروستیو کې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې پټې او ښکاره وژنې زیاتې شوي دي.
نن سهار د کندهار سپین بولدک کې د یوې ۱۸ کلنې نجلې جسد موندل شوی چې هویت یې څرګند نه دی.
تېره ورځ د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یو سوځېدلی مړی وموندل شو. تر اوسه د دغه جسد هویت هم نه دی څرګند. ځينې سرچينې وايي، چې دغه جسد د يوه پخواني سرتېرى دى.
دوه شپې وړاندې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اووه غړي په ډزو وژل شوي وو.