انځور: Mahmoud Hassano

په ترکيه او سوريه کې زلزلې شاوخوا ۳۰۰ کسان وژلي

اطلاعات روز: نړيوالو رسنيو راپور ورکړی چې په ترکيه او د سوريې په شمال لوېديځ کې زلزلې شاوخوا ۳۰۰ کسان وژلي او په سلګونو نور ژوبل دي.

د رويټرز خبري اژانس په وينا، د ودانيو تر ويجاړيو لاندې د پاتې خلکو د ژغورنې لپاره عمليات روان دي.

دا زلزله نن (دوشنبه، ۱۷ د سلواغې) سهار په تياره کې وشوه، په قبرس او لبنان کې هم احساس شوې ده.

د امريکا د جيولوجيکي سروې د ادارې په وينا چې د دې زلزلې مرکز له نورداغي ښار څخه ۲۳ کيلوميټره لېرې په ځمکه کې ۲۴.۱ کيلوميټره لاندې و.

د ترکيې د طبيعي پېښو ادارې اعلان کړی دی چې په دې زلزله کې ۷۶ کسان وژل شوي او ۲۴۰ نور ژوبل دي.

د سوريې روغتيا وزارت په خپلو وروستيو شمېرو کې ويلي چې د دې هيواد په حلب، لاذقيه، حماه او طرطوس ښارونو کې ۲۳۷ نفر وژل شوي او تر ۶۰۰ زيات ژوبل دي.

وېره ښودل شوې چې ښايي په راتلونکو ساعتونو کې د مړو شمېر زيات شي.