سيګار: د امريکا نړيوال پرمختيايي دفتر خپل شريکان له طالبانو سره د تفاهم ليک له لاسلیکولو منع کړي

اطلاعات روز: د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا څارونکې اداره (سيګار) وايي، چې د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) په افغانستان کې خپلو شريکانو ته امر کړی چې له طالبانو سره دې تفاهم ليک نه لاسليکوي، ځکه چې امريکا طالبان د افغانستان د رسمي دولت په حيث نه پېژني.

د سيګار په وينا، د USAID د نوې پاليسۍ له مخې له طالبانو سره تفاهم ليک تر وړاندينۍ بررسي او تاييد پورې مشروط دی.

د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادراې سيګار ته ويلي چې د تفاهم ليکونو تاييدي شونې ده او په هغه صورت کې ورکول کېږي چې تفاهم ليک د فعاليتونو د اجرا، کارکوونکو او ګټه اخيستونکو د امنيت لپاره ضروري وي.

د افغانستان له خلکو سره د امريکا مرستې اوس مهال د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې او د ملګرو ملتونو د مرستندويو سازمانونو له خوا مخته وړل کېږي.

د سيګار په وينا، متحده ايالاتو له افغانستان او افغان پناه غوښتونکو سره د مرستې لپاره تر اته ميليارده ډېره مرسته بيله کړې او يا يې هم دې هيواد ته ورکړې ده.

د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا مشر څارونکي جان سپکو په دې وروستيو کې د متحده ايالاتو کانګرس ته په راپور کې ويلي چې له افغانستان سره د امريکا بشري او يا غير بشري مرستې کولای شي چې طالبانو ته په داخلي او نړيواله کچه غير ارادي مشروعيت ورکړي.