په ترکیه او سوریه کې د زلزلې ناورین؛ د تلفاتو شمېر تر ۱۵۰۰ تنو واوښت

اطلاعات روز: د وروستیو خپرو شویو رسمي شمېرو له مخې په ترکیه او سوریه کې د ویجاړوونکې زلزلې له امله لږ تر لږه یو زرو ۵۵۱ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

د ترکیې د اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې د قهرمان ماراس په زلزله کې د مړو شمېر یو زرو ۱۲۱ او د ټپیانو شمېر ۷زرو ۶۳۴ تنو ته رسېدلی دی.

د دغه راپور له مخې، دوه زره ۸۳۴ ودانۍ هم ویجاړې شوې دي.

دغه راز د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) هم د دغه هېواد د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی چې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۴۳۰ تنو ته رسېدلی او یو زرړ ۳۱۵ نور ټپیان دي.

د ریښتر په کچه د ۷.۸ درجې یوې زورورې زلزلې د ترکیې په سویل ختیځ او له سوریې سره د دغه هېواد پولې ته څېرمه یوه لویه سیمه ولړزوله. د امريکا د جيولوجيکي سروې د ادارې په وينا چې د دې زلزلې مرکز له نورداغي ښار څخه ۲۳ کيلوميټره لرې په ځمکه کې ۲۴.۱ کيلوميټر لاندې و.

د زلزلې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ تر دې حده دي چې له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه شوې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا زلزله په هیواد کې د ۱۹۳۹، کال د ارزنجان زلزلې وروسته تر ټولو ستر ناورین بللی دی.