انځور: خواله رسنۍ

له کوره تر کرنيزو ځمکو؛ «طالبان د خلکو شخصي ملکیتونه غنيمت ګڼي»

په څو اونیو کې د جمهوري نظام سقوط د طالبانو د ډیری جنګياليو لپاره يوه باد راوړې ډالۍ وه چې نه يوازې ځواک بلکې ډېره زياته شتمني يې هم د دوی په لاس کې ورکړه. د پخواني دولت د سياسي رهبرانو، چارواکو او نظاميانو تر تېښتي وروسته د طالبانو ځواکونه د هغوی پر کورونو او جايدادونو واکمن شول او تقريبا د هغوی ټولې شتمنۍ يې قبضه کړې. په دې لړ کې د طالبانو يو شمېر ټيټ پوړو جنګياليو هم په ځينو سيمو کې پر شخصي ملکيتونو سترګې خښې کړې دي.

په دې راپور کې سرچينې وايي چې د طالبانو ځواکونه د هغوی شخصي جايدادونه «غنيمت» کړي او هڅه کوي چې په زور او ګواښ سره يې د ځان کړي. سرچينې د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط وايي چې د طالبانو عدلي او قضایي ارګانونه د هغوی د عدالت غوښتنې ته پام نه کوي.

د طالبانو ځواکونو د کابل ښار د يوولسمې ناحيې اوسېدونکی فريد (مستعار) څو ځله لاس تړلی وهلی، ټکولی او زنداني کړی دی. دوی غوښتل چې فريد او کورنۍ يې د هغه کور پرېښوولو ته مجبور کړي چې نوموړي دوه کاله وړاندې د ۱۶ زره ډالرو په بدل کې اجاره کړی و. د طالبانو ځواکونه ورته ویلي چې کور د افغانستان د ملي امنيت د يوه پخواني سرتېري دی او بايد د «امارت په نوم سره ضبط» شي.

فريد او د کورنۍ غړي يې څو ځله د طالبانو له بد چلند سره مخ شول او حتا هغوی هڅه وکړه چې دوی په زور له کوره وباسي، خو دی يې تر فشار لاندې رانغی او د طالبانو د ګواښونو په مقابل کې ودرېد؛ ځکه رسمي اسناد ورسره و چې ښودله يې کور يې په اجاره نيولی دی. د طالبانو ځواکونو فريد څو ځله زنداني کړی او وهلی دی. دی زياتوي: «له ما سره اسناد و، هيڅ داسې ارګان مې پرېنښود چې نه يم ورغلی. خو هيچا زما شکايت وانه ورېد. اړوندې حوزې ته ولاړم، د طالبانو امنيې قومندانۍ ته ولاړم، د طالبانو استخباراتو ته ورغلم،  خو ټولو ويل چې زموږ وس نه په رسېږي.»

اخر فريد وتوانېد چې په طالبانو کې د يوه شناخته ملګري په وسيله د دې ډلې په محکمه کې دوسيه پرانيزي او له دې لارې يې اجازه تر لاسه کړي چې په تر کنټرول لاندې کور کې واوسي. د فريد په وينا، په محکمه کې معلومه شوه چې د طالبانو د استخباراتو په ادارې کې يوه چارواکي غوښتل چې په دې پلمه کور په خپل نوم کړي.

د ځمکې غصبول

د رسنيو له ارشيف سره سم، طالب جنګياليو د تېر يوه نيم کال پر مهال په بېلابېلو ولايتونو کې په سلګونو جريمه ځمکه او په لسګونو شخصي جايدادونه د ځان او خپلو خپلوانو په نوم مصادره کړي دي.

له بېلابېلو ولایتونو څخه د طالبانو له خوا د ځمکو د غصب راپورونه ورکړل شوي دي.

يو څه وخت وړاندې د هيواد د شمال ختيځ تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې د «هزار باغ» کلي يو شمېر اوسېدونکو د طالبانو په همکاري د يوه «سيمه‌ييز زورور» له خوا د خپلو ځمکو د غصبېدلو شکايت وکړ. د دې کليو اوسېدونکو له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې د «حاجي عبد الرحيم» په نوم يو «سيمه‌ييز زورور» چې هيڅ رسمي سند ورسره نشته، د دوی ځمکې غصبوي او طالبان د دې سيمه‌ييز زورور ملاتړ کوي.

په همدې حال کې له پنجشير ولايت څخه سرچينې وايي چې د دې ولايت په ځينو برخو کې شخصي او عامه ملکيتونه د «امارتي» ځمکو په نوم غصبوي. د سرچينو په وينا، په پنجشير کې د طالبانو د زراعت او مالدارۍ رياست له څو مياشتو راهيسې د «امارتي» ځمکو د تثبيت لړۍ پيل کړې او تر اوسه يې په شتل او عنابه ولسواليو کې شاوخوا ۵۰۰ جريبه ځمکه ثبت کړې ده.

همدا راز، له سرپل څخه ځايي سرچينو خبر ورکوي چې ناقلينو ته د دې ولايت د اصلي اوسېدونکو له خوا د اوبيزو او کرنيزو ځمکو د ورکولو بهير پيل شوی دی. اطلاعات روز ورځپاڼې ته سرچينو وويل چې د دې بهير مسووليت د سرپل لپاره د طالبانو د والي «عبدالرحمن اکه» پر غاړه دی او تر اوسه يې د سرپل د مرکز «قلعه سوخته» کلي شاوخوا ۶۰ جريمه کرنيزه ځمکه «پښتنو» ته ورکړې ده. د سرچينو په وينا، عبد الرحمن اکه د طالبانو د لومړي وزير ملا حسن آخوند په امر دا مسووليت اخيستی دی او د خلکو په حضور کې يې هغوی ته ګواښ کړی دی چې ځمکې دي تسليم کړي.

د کندوز ولايت له دښت ارچې ولسوالۍ څخه سرچينو د طالبانو غړي تورن کړي چې په «سلګونو» جريبه څړځايونه او د دې ولسوالۍ د خلکو هديره يې غصب کړې ده. اطلاعات روز ورځپاڼې ته دوو باوري سرچينو وويل چې په وروستي يوه کال کې د طالبانو سيمه‌ييزو قومندانانو د دښت ارچي ولسوالۍ په «قرلق» سيمه کې، د دې سيمې څړځايونه او د هديرې ځمکه په خپل منځ کې وېشلي دي. د سرچينو په وينا، د طالبانو هر قومندان پنځه جريبه او خپلوانو يې درې جريبه ځمکه غصب کړې ده او په هغې کې يې سرای او يا هم باغ جوړ کړی دی. يوې سرچينې ادعا کړې ده چې تر اوسه د ۶۰ کورونو ځايونه په قرلق سيمه کې وېشل شوي دي او د دې کورونو کارونه هم تر يوه حده بشپړ شوي دي. سرچينه وايي چې د سيمې اوسېدونکو د طالبانو ځايي چارواکو ته شکايت کړی او له هغوی يې غوښتي دي چې د ځمکو د غصب مخه دي ونيسي. خو سرچينه وايي چې د طالبانو ځايي چارواکو ورته ويلي چې «مجاهدينو ته غاصبان مه واياست، ګناهګارېږئ.»

د عدالت له غوښتنې او تعقيب څخه وېره

لکه څرنګه چې د طالبانو له خوا د شخصي ملکيتونو غصب اسانه ښکاري، د زيانمنو وګړو لپاره عدالت غوښتنه او قانوني تعقيب سخت دی ځکه چې د دې ډلې جنګيالي د دې ډلې په اداري او امنيتي برخه کې نفوذ او شناخت لري. د جايداد د اصلي خاوندانو لپاره ځينې وختونه عدالت غوښتنه ځان ته د سر درد جوړول دي او له همدې وجې ډېری زيانمن وګړي د طالبانو پر خلاف له شکايت کولو تېرېږي.

د پخواني دولت يو ډګروال د خپل نوم د پټ ساتنې په شرط وايي چې طالبانو يې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې شخصي کور غصب کړی دی او ده ته يې هم ګواښ کړی دی. دی زياتوي: «ماته يې پيغام راکړ چې په سلګونو مجاهدين دي وژلي دي. دا خو دې کور دی، که مو ته پيدا کړې، نيسو دې.»

د کابل له پنځلسمې ناحيې څخه سرچينې وايي چې په «هنګرها» سيمه کې طالبانو د شخصي خلکو څو بسوې ځمکه غصب کړې ده او شخصي کورونه يې پکې جوړ کړي دي. سرچينې د خپل نوم د پټ ساتنې په شرط وايي چې طالبانو هغوی په دې لړ کې له هر ډول شکايت کولو منع کړي دي.

د پامير هوټل مالک وايي، چې قانوني اسناد يې په لاس کې لري. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

په همدې حال کې، د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د پامير د ودونو تالار مالک وايي چې طالب ځواکونو دا تالار په خپله نظامي ا‌ډه بدل کړی او د عدالت غوښتنې لپاره د دوی غوښتنو پايله نه ده ورکړې. عبد الحی حبيبي اطلاعات روز ورځپاڼې ته د اسنادو په ورکولو سره وايي چې د طالبانو قضايي بنسټونه يې عدالت غوښتنې ته پام نه کوي.

بغلان کې پامیر هوټل د طالبانو په پوځي مرکز بدل شوی دی. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

اطلاعات روز ورځپاڼې هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د ځمکو له ادارې څخه يو ځواب تر لاسه کړي، خو کوم ځواب يې رانه کړ.

د راپورونو پر اساس، کورونه، د اوسيدنې او سوداګرۍ ځايونه، سياسي دفترونه او د يو شمير سياسي څېرو او د پخواني حکومت د چارواکو جايدادونو د طالب جنګياليو په واک کې دي چې د بېلابېلو اهدافو لپاره يې کاروي. تر دې وړاندې، د افغانستان د پخواني ولسمشر ورور اشرف غني ورور حشمت غني اعلان کړی و چې طالبانو يې د کابل په دارا لامان سيمه کې پلرنی کور غصب کړی دی او د دوی له پر له پسې غوښتنو سره – سره يې نه دی پرېيښی. د ځايي سرچينو په وينا، طالب ځواکونو په بلخ، کابل، کندهار، ننګرهار، جوزجان، بغلان او نورو ولايتونو کې د سياسي څېرو او د پخواني دولت د چارواکو کورونه، جايدادونه او سياسي دفترونه غصب کړي دي.

همدا راز د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه د جبري کډې کولو راپورونه هم ورکول شوي دي. ځايي سرچينې وايي چې طالبان د سيمې د اصلي اوسېدونکو پر ځای ناقلين مېشتوي. يو شمېر سرچينو په دې راپور کې د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط ويلي دي چې طالب ځواکونو يې شخصي موټر په زور د ځان وړي دي.