عراقچي: د غني شوې یورانیمو زېرمې له ایرانه نه وباسو، خو یوې حل‌لارې ته رسېدل ممکن دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي وايي، تهران چمتو نه دی چې د غني شویو یورانیمو زېرمې له خپل هېواده بهر کړي، خو د دغو موادو د برخلیک په اړه یوې عادلانه هوکړې ته رسېدل ممکن دي.

عراقچي له ایراني ټلوېزیون سره په مرکه کې د شاوخوا ۴۰۰ کیلوګرامه ۶۰ سلنه غني شویو یورانیمو د برخلیک په اړه ویلي، چې ایران په دې برخه کې دوه اساسي سره کرښې لري:

لومړی، دغه مواد به له ایرانه بهر نه لېږدول کېږي او دویم، د یورانیمو زېرمې به د ایران د اړتیاوو له مخې کارول کېږي.

هغه زیاته کړې چې له امریکا سره د ایران د اټومي موضوع په اړه د خبرو اترو پر مهال منځګړو تر اوسه بېلابېلې طرحې او وړاندیزونه وړاندې کړي دي، چې ځینې یې د ارزونې وړ دي، خو ځینې نور یې ډېرې منفي خواوې او اندېښنې لري.

د عراقچي په وینا، تهران باور لري چې یوې عادلانه حل‌لارې ته رسېدل ممکن دي؛ داسې حل‌لاره چې د ایران ملي ګټې او اړتیاوې دواړه په پام کې ونیسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د یورانیمو د زېرمو موضوع د مذاکراتو له نورو مسایلو جلا نه شي څېړل کېدای او په اړه یې پرېکړه باید د یوې هر اړخیزې هوکړې په چوکاټ کې وشي.

هغه ویلي، وروستۍ پرېکړه به لومړی د ملي امنیت عالي شورا د مذاکراتو په کمېټه کې وڅېړل شي او وروسته به په همدې شورا کې تصویب شي.

عراقچي همداراز ویلي چې د ایران د اټومي دوکتورین رسمي دریځ تر اوسه نه دی بدل شوی او تهران لا هم پر ډیپلوماسۍ هیله لري.

هغه څرګنده کړې چې ایران له امریکا سره د یوې «تلپاتې او باعزته هوکړې» غوښتونکی دی، څو د جګړې د بیا پیل مخه ونیول شي.

عراقچي ویلي، د هوکړې لپاره وروستۍ هڅې د یوه اووه ورځني پلان پر عملي کولو متمرکزې دي، چې اوس دوه ورځو ته راکم شوی دی.

د هغه په وینا، ایران په لومړي سر کې داسې اووه ورځنی پلان وړاندیز کړی و چې له مخې یې امریکا باید خپلې ژمنې عملي او د هرمز تنګی بېرته پرانیزي؛ خو له منځګړو سره تر مشورو وروسته دغه موده دوو ورځو ته راکمه شوه.

د دې وړاندیز له مخې، امریکا باید په لومړۍ ورځ خپلې ژمنې عملي کړي او ایران به په دویمه ورځ د هرمز تنګی پرانیزي او د وروستۍ هوکړې لپاره به خبرې پیل شي.

عراقچي ویلي چې دغه طرحه لا هم د خبرو پر مېز پرته ده او تهران چمتو دی چې د هغې د عملي کېدو موده یوه ورځې یا حتی دوو ساعتونو ته هم راکمه کړي؛ خو په دې شرط چې «امریکا خپل دریځ اصلاح کړي» او د باور رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د عراقچي په وینا، په دې وړاندیز کې د دواړو لورو غوښتنې په پام کې نیول شوې وې، خو واشنګټن تر اوسه دې طرحې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته