د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف اعلان کړی چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونو د یمن د حوثیانو له لوري د ریاض پر لور توغول شوي درې بالستیک توغندي کشف او شنډ کړي دي.
د دغه ائتلاف ویاند، ترکي المالکي، نن (شنبه، د لړم ۳۰مه) پر خپله اېکسپاڼه په خپرو شویو خبرپاڼو کې ویلي، چې ټولټال شپږ هوايي ګواښونه شنډ شوي دي. د هغه په وینا، درې بالستیک توغندي د ریاض پر لور، دوه توغندي د جازان پر لور او یوه بېپیلوټه الوتکه د سعودي عربستان د سوېلي سیمو پر لور روانه وه.
په همدې حال کې، رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې د سعودي چارواکو له لوري د هوايي ګواښونو تر خبرداري وروسته په ریاض کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
المالکي ویلي چې پرون هم د سعودي عربستان هوايي دفاعي ځواکونو د حوثیانو له لوري د ریاض او جازان پر لور توغول شوې پنځه بېپیلوټه الوتکې او درې بالستیک توغندي له منځه وړي وو.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پرون د یمن په صنعا، صعده او تعز ښارونو او د حدیده بندر پر تاسیساتو پراخ پوځي عملیات پیل کړي وو.
د ترکي المالکي په وینا، ائتلافي ځواکونو په صنعا کې د اکمالاتو یو لوی زېرمتون او شپږ هغه کارځایونه په نښه کړي چې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د توغولو د تجهیزاتو په جوړولو او راټولولو پورې تړاو لري.
نوموړي زیاته کړې چې د حدیده بندر تاسیسات یې هم د وسلو د «قاچاق او لېږد» لپاره د کارېدو له امله په نښه کړي دي.
بل لور ته، د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سعودي عربستان جنګي الوتکو د یمن په صنعا، حدیده، تعز، لحج، صعده، مأرب او جوف سیمو کې ۷۸ هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.
هغه ویلي چې د نښتو د زیاتېدو له پیل راهیسې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف د بریدونو ټول شمېر ۵۴۲۹ ته رسېدلی دی.
