د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه پېژني، له همدې امله یې د سیمهییزې همکارۍ سازمان (اکو) د وزیرانو شورا غونډې ته نه دي بللي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سجاد حیدرخان، د جمعې په ورځ (د نومبر ۲۰مه) په اوونیزه خبري غونډه کې وویل، د اکو سازمان د کړنلارو له مخې، د وزیرانو په غونډه کې د ګډون بلنه د کوربه هېواد په واک کې ده. هغه زیاته کړه:
«څرنګه چې پاکستان د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، نو په اسلاماباد کې د اکو د وزیرانو شورا غونډې ته یې د افغانستان استازی نه دی بللی.»
نوموړي همداراز وویل چې د اکو په سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځنډول شوی، خو د دې پرېکړې د دقیقې نېټې په اړه معلومات نه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، تهران ته د اکو د مشرانو د راتلونکې غونډې په اړه، چې د ډسمبر په میاشت کې جوړېږي، وویل چې ځینې هېوادونه طالبان دغې غونډې ته رابولي، خو دا له اوسني بحث سره جلا موضوع ده.
هغه وویل، پاکستان د داسې افغانستان غوښتونکی دی چې له خپل ځان او ګاونډیو هېوادونو سره په سوله کې ژوند وکړي او یو ځل بیا د سیمهییزې همکارۍ سازمان په چوکاټ کې مدغم شي.
سجاد حیدرخان زیاته کړه، د دې کار لپاره اړینه ده چې د طالبانو چارواکي د سیمې د سولې، ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره د ګاونډیو هېوادونو مشروع امنیتي اندېښنو ته رسېدنه وکړي؛ په ځانګړي ډول هغه ترهګریز ګواښونه چې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
هغه وویل، یوازې پاکستان نه دی چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د اسانتیا په اړه اندېښنه لري، بلکې د سیمې نور هېوادونه هم جدي اندېښنې لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ، کله چې دغو اندېښنو ته رسېدنه وشي، نو افغانستان به وکولای شي د اکو د سازمان د یوه فعال او اغېزناک غړي په توګه بشپړ ګډون وکړي.
د اقتصادي همکارۍ سازمان (اکو) د وزیرانو دېرشمې غونډه د روانې اوونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په اسلاماباد کې د افغانستان د استازي له ګډون پرته ترسره شوه. په دې غونډه کې د طالبانو د سپین بیرغ پر ځای د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ درول شوی و.
بل لور ته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو دویم رئیس، ذاکر جلالي، اکو غونډې ته د دغې ډلې د نه بلل کېدو په غبرګون کې ویلي:
«د افغانستان له حضور پرته د مانادارې سیمهییزې همپالنې تصور یوه خامه هیله ده.»
هغه زیاته کړې چې د طالبانو استازی تېر کال د اکو سازمان د وزیرانو غونډې ته په اذربایجان کې بلل شوی و او د دغه سازمان د مشرانو راتلونکې غونډې ته هم، چې د ډسمبر په میاشت کې په تهران کې جوړېږي، بلل شوی دی.
