د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، رباب فاطمې ویلي، په کندهار کې یې د طالبانو له چارواکو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د «سیاسي بهیر» د پرمختګ په اړه د ملګرو ملتونو پر تمه او غوښتنه ټینګار کړی دی.
مېرمن فاطمې په یوه ویډیويي پیغام کې چې نن (جمعه، د لړم ۲۹مه) خپور شوی، ویلي چې په کندهار کې یې د طالبانو د والي له مرستیال او د دې ډلې له ویاند ذبیحالله مجاهد سره لیدلي او د بېلابېلو راتلونکو موضوعاتو په اړه یې ورسره «ډېرې ښې او رغنده خبرې» کړې دي.
هغې زیاته کړې:
«یو ځل بیا مې د سیاسي بهیر د پرمختګ په اړه د ملګرو ملتونو پر هیله او تمه ټینګار وکړ؛ داسې پرمختګ چې د ډېرو هغو موضوعاتو او ستونزو د حل لپاره به زمینه برابره کړي چې موږ ورسره مخ یو.»
رباب فاطمې څرګنده نه کړه چې د سیاسي بهیر له پرمختګ څخه یې موخه څه ده؛ خو د ملګرو ملتونو چارواکو تر دې وړاندې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې او هڅه یې کړې چې د «دوحې بهیر» له لارې په دې برخه کې پرمختګ رامنځته کړي.
د یوناما مشرې ویلي، په دغو لیدنو کې یې د ملګرو ملتونو پر ژمنې هم ټینګار کړی چې له افغانانو سره به خپلو همکاریو او بشري مرستو ته دوام ورکوي.
هغې همداراز د نورو حللارو د موندلو یادونه کړې، په ځانګړي ډول د کرنې سکټور اړتیاوو، اقلیمي بدلون، د اوبو کمښت، د انرژۍ سکټور ستونزو، پراختیا، د خصوصي سکټور ملاتړ او هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل په برخو کې.
د یوناما مشرې په دې سفر کې له یو شمېر راستنو شویو کډوالو، ښځو او د کندهار د صنعت او سوداګرۍ خونې له غړو سره هم لیدلي او د هغوی د ستونزو او د حللارو په اړه یې خبرې کړې دي.
کندهار درېیم ولایت دی چې رباب فاطمې د یوناما د مشرې په توګه د دندې له پیل وروسته ورته سفر کړی دی. هغې تر دې وړاندې ننګرهار او بامیان ولایتونو ته هم سفرونه کړي وو.
هغې په دغو سفرونو کې د افغانستان د یادو درېیو مهمو سیمو د اوسېدونکو وضعیت ارزولی او د طالبانو له چارواکو سره یې هم لیدنې او خبرې کړې دي.
