انځور: خواله رسنۍ

ننګرهار کې معلولین د طالبانو له چلند شکایت کوي

د ننګرهار یو شمیر معلولین شکایت کوي چې د طالبانو له لوري ورسره توپیري چلند کیږي او ډیره کله په یوه او بله بهانه هم ګواښل کیږي.

د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو ریاست مخې ته هره ورځ سلګونه هغه معلولین راځي، چي په تېرو جګړو کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي او معلول شوي دي.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی شاه محمود چې په تیر جمهوري نظام کې د ملي اردو سرتیری و، او په کونړ ولایت کې یې د دندې پرمهال د طالبانو له لوري د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یوه پښه له لاسه ورکړې.

نوموړی وایي، خپل اسناد یې یاد ریاست ته سپارلي خو تراوسه یې حقوق نه دي ترلاسه کړي.

هغه وايي، چې د طالبانو مسوولین ورسره توپیري چلند کوي او ورته په تنده لهجه وایي، چې د تیر حکومت سرتیرو ته نه معاش او نه هم نور حقوق ورکوي.

شاه محمود زیاتوي: «زه هره ورځ د ننګرهار شهیدانو او معلولینو ریاست ته راځم خو دلته راسره طالبان ښه چلند نه کوي، له کله نه مې چې طالب مسولینو اسناد کتلي چې زه د تیر حکومت عسکر وم؛ راسره ښه چلند نه کوي او نه یې تراوسه خپل حقوق راکړي دي بد رد راته وایي، خو زه مجبوره یم او دا هر څه په زړه تیروم غوښتنه مې د طالبانو له حکومت دا ده چې له مونږ سره دې توپیري چلند نه کوي.»

د زرمینې په نامه یوه کونډه میرمن چې خاوند یې د تیرحکومت پرمهال ملي پولیسو کې وژل شوی او اوس یې د پنځو اولادونو سرپرستي ورترغاړې ده، هم د طالبانو له ناسم چلند شکایت کوي.

هغه وایي، هره ورځ د نوموړې په ګډون کونډې او معلولین چې په تیرو جګړو کي د طالبانو د ماینونو په چاودنو کې معلول شوي او یا یې تر هغې مخکې د بدن غړي پرې شوي او یا یې د کورنۍ غړي وژل شوي د شهیدانو او معلولینو ریاست مخې ته راټولېږي.

دهغې په خبره، د خاوند په ژوندني یې ژوند ښه و، خو اوس په بد اقتصادی وضعیت کې ژوند کوي.

زرمینه زیاتوي: «خاوند مې څلور کلونه کیږي چې په پولیسو کې وژل شوی او زه د پنځو اولادونو سرپرستي کوم، ټول اسناد راسره دي خو دلته طالبان له پخوانیو نظامیانو سره سم چلند نه کوي او ډیر کله مو په یوه او بله بهانه ګواښي او راته بدې خبرې کوي زه اته میاشتې کیږي چې راځم خو تراوسه یې زما د خاوند معاش او نور حقوق نه دي راکړي، له دې مخکې به راسره د خوراکي او نورو نغدو پېسو مرسته کیده او د ژوند چاره مو روانه وه، خو اوس مې ژوند له زیاتو ستونزو سره مخ دی.»

ځینې نور معلولین بیا شکایت کوي چې د طالبانو له لوري ټولو معلولینو ته یو ډول معاشات او نور امتیازات نه ورکول کیږي، چې له امله یې پر دوی د معلولینو نیوکې زیاتې شوي دي.

معلولین وایي، طالبان ورسره توپیري چلند کوی او کله نا کله یې ګواښي. انځور: خواله رسنۍ

ګل حبیب یو له همدغو معلولینو څخه دی چې وایي، د کار کولو وس نه لري او د طالبانو له ادارې خپل حق غواړي.

نوموړی وایي، چې طالبان له دوی سره توپیري چلند کوي خپلو طالبانو ته ته ډېر او د تیر حکومت معلولو او وژل شویو سربازانو کورنیو ته کم امتیازات ورکوي.

د هغه په خبره چې طالبانو یې کلنی معاش درې برابره کم کړی او په وینا یې له یوې خوا ورته د کار زمنیه برابره نه ده او له بله پلوه ټول کال په همدغو پیسو ګذاره کول ورته ګران دي.

ګل حبیب زیاتوي: «طالبان له ټولو معلولینو سره یو ډول چلند نه کوي خپلو پلویانو ته امتیازات او نور حقوق پوره ورکوي، خو نورو ته او په خاص ډول چې د تیر حکومت سرباز وي امتیازات کم او یا یې بیخي نه ورکوي؛ تیر کې به مونږ ته شپږو میاشتو کې ۶۰ زره افغانۍ راکولې اوس ۱۸ زره راکوي غوښتنه مو دا ده چې طالبان دې له دې توپیري چلند تیر شي او له خلکو سره دې سم چلند غوره کړي، ځکه په دې سره به د طالبانو دحکومت او ولس واټن زیات شي.»

نوموړی نیوکه کوي چې نه یوازې دا چې معاشونه یې په خپل وخت نه ورکول کیږي، بلکې ډیر کله د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې ورڅخه طالبان د معاشونو د ورکړې په بدل کیږي، د رشوت غوښتنه کوي چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.

بلخوا د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي فرید الله حقاني بیا یادې نیوکې نه مني او وایي، چې دوی د طالب او تیر حکومت سرتیرو ترمنځ په امتیازاتو کې هیڅ توپیر نه دی کړی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې اوس مهال ورسره ۲۸ زرو په شاوخوا کې شهیدان او معلولین ثبت دي، چي اوس یې زیاتو ته له یوې پروسې وروسته د معاشونو او نورو امتیازاتو د ورکړې لړۍ پېل کړې ده.

حقاني مني، چې د معلولینو معاشونه یې د پخوا په پرتله کم کړي دي.

هغه زیاتوي د معلولینو د بدن غړو ته په کتو د هغوی معاش ټاکل شوی او له همدې امله د ځينو معلولینو معاشونه کم شوي دي.

حقاني زیاته کړه: «په ننګرهار کې ټولو معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته مو د یوې شفافې پروسې وروسته د معاشاتو لړۍ پېل کړې او هم نور امتیازات ورکول کیږي او مونږ د هیڅ معلول او وژل شوي طالب او د تیر جمهوري نظام د معلول او کونډې ترمنځ توپیر نه کوو؛ ټولو ته یو ډول معاش او امتیازات ورکوو خلک چې نیوکه کوي مونږ یې ردوو.

خو په معاشونو کې کمی زیاتی راغلی که له یوې خوا د ځینو معلولینو معاشونه کم شوي، د ځینو بیا زیات شوي ځکه مونږ د دې لپاره کمیسیون ټاکلی چې معلوین وګوري چې په کومه کټګورۍ کې راځي د هماغې له مخې معاش ورکول کیږي.»

د ننګرهار په مرکز او لېرې پرتو ولسوالیو کې د تیر جمهوري نظام ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړو کې د دغو سیمو ګڼ شمېر اوسېدونکي د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې معلول شوي چې اوس مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ننګرهار کې داسې مهال معلولین د خپلو حقونو د نه ورکړې له امله پر حکومت نیوکه کوي، چې د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو امریت د معلوماتو له مخې تر دې دمه یې ۲۸ زره معلولین ثبت او راجستر کړي چې له ډلې یې درې زره میرمنې دي.