انځور: UNHCR

یوې نړیوالې موسېسې په پکتیکا او خوست کې زرګونه کسانو ته ګرمې سرپناوې جوړې کړي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ یا UNHCR له لوري د خوست ولایت په سپېرې او د پکتیکا په ګیان او برمل کې د زلزلې قربانیانو ته له سړې هوا د ژغورنې په موخه ګرمې سرپناوې جوړې کړي او ترڅنګ یې نغدي مرستې هم ورسره کړي دي.

دغې نړیوالې ادارې تېره ورځ «دوشنبه، ۱۷ د سلواغې» په خپره کړې خبرپاڼه کې که څه هم د زلزله ځپلو لپاره د جوړو شویو سرپناوو کره شمېر نه دی څرګند کړ، خو ویلي یې دي چې زرګونه کسانو ته یې سرپناوې جوړې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د سرپناوو سربېره یې  له ۷۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته هم کړې ده.

دوی د دې ترڅنګ د قزاقستان هیواد په مالي ملاتړ په ګیان ولسوالۍ کې له سړې هوا د ماشومانو او ښځو د ژغورنې لپاره د ژمنۍ البسې مرسته هم کړې ده.

که څه هم په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له قربانیانو سره ځینو نړیوالو او داخلي بنسټونو د نغدو پیسو، خوراکي توکو او کورونو جوړلو لپاره ځینې مرستې کړي، خو په سیمه کې ځايي سرچینې وايي، چې لاهم په ځینو لېرې پرتو سیمو کې خلک په ستونزو کې دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

اطلاعات روز ته په رسېدلو معلوماتو کې د ژمي له پېل تر دې دمه په ګیان، برمل او د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې سړې هوا تر ۲۰ ډېر ماشومان مړه کړي، خو مړینې موضوع بیا د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولین ردوي.