هلمند کې نامعلومو کسانو د طالبانو یو قاضي په ډزو وژلی

اطلاعات روز: هلمند کې سرچینې وایي، چې د دې ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو د طالبانو یو قاضي په ډزو وژلی دی.

هلمند کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي اطلاعات روز ته وويل، چې د طالبانو دغه قاضي سیدګل نومیده او په مرکز لښکرګاه کې یې د مرافعې محکمې د قاضي په توګه دنده ترسره کوله.

سرچینه زیاتوي، چې نامعلومو کسانو د تېرې سې شنبې ورځ (۱۸ د سلواغې) غرمه ۱۲:۰۰ بجې د نهرسراج ولسوالۍ په تریخ ناور سیمه کې دغه قاضي په ډزو وژلی او له سیمې تښتیدلي دي.

بلخوا هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین بیا د دغه کس وژل کیدل تاييدوي خو وایي چې یاد کس د طالبانو قاضي نه دی او د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.

تراوسه معلومه نه ده چې ياد قاضي د چا لخوا وژل شوی، خو واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په ګنو ولايتونو کې خلک شکايت کوي چې طالبان په حقوقي دعوو کې عقدې پالي اوعدالت نه پلوي کوي.