طالبانو پنجشېر کې خپل يو قومندان د داعش د غړيتوب په تور نيولی

اطلاعات روز: پنجشېر ولايت کې ځايي سرچينې تاييدوي چې د طالبانو پخوانی قومندان عبيدالله مبارز په شتل ولسوالۍ کې د داعش د غړيتوب په تور نيول شوی دی.

عبيدالله مبارز د پنجشېر ولايت د شتل ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. دی په پنجشير ولايت کې د طالبانو د پخواني والي قدرت الله اميني پورې تړلی کس ګڼل کېږي.

مبارز پر پنجشېر د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د شتل ولسوالۍ امنيې قومندان وټاکل شو، خو يو څه وخت وروسته بيرته ګوښه کړای شو.

په پنجشېر کې د طالبانو له منځه دوې ځايي سرچينې تاييدوي چې د دې ډلې استخباراتو عبيدالله مبارز درې ورځې وړاندې له شتل ولسوالۍ څخه د داعش د غړيتوب په تور نيولی دی او اوس د استخباراتو په ۴۰ رياست کې بندي دی.

مبارز په تېر حکومت کې هم له وسله والو مخالفينو سره د همکارۍ په تور نيول شوی و او د طالبانو په واکمنېدو سره له زندانه ازاد شوی و.

د مبارز کورنۍ او خپلوانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په پنجشېر کې د طالبانو سیمه‌يیزو مسوولينو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.