«مقاومت جبهه»: طالبان هغه ناروغ زنداني ساتونکي دي چې د خلکو له وژلو خوند اخلي

اطلاعات روز: د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» وياند صبغت الله احمدي وايي، چې افغانستان په يوه لوی زندان بدل شوی او د طالبانو ډلې د دې هيواد وګړي يرغمل کړي دي.

احمدي نن (پنج شنبه، ۲۰ د سلواغې) په يوه ټويټ کې لیکلي، چې «طالبان هغه ناروغ زندان‌ساتونکي او انسان وژونکي دي چې د خلکو له کړونې او وژنې خوند اخلي».

ده همدا راز ليکلي، چې طالبان او د دې ډلې مشر ملا هبت الله به «د ازادۍ په سهار د ولس محکمې ته راکشول کېږي».

احمدي دا څرګندونې تر هغه وروسته کړي، چې تېره ورځ خلکو د دې اوازې له وجې چې د کابل له هوايي ډګره خلک ترکيې ته انتقالېږي، په سلګونو خلکو پر دې ميدان هجوم ور ووړ.

د طالبانو وياندويانو له هوايي ډګره ترکیې ته د خلکو انتقال «مطل دروغ» وبلل او اعلان يې وکړ چې کوم کسان دې هوايي ډګر ته راغلي دي، بيرته شړل شوي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې هم داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې ښيي د طالبانو ځواکونه د خلکو د شړلو لپاره ډزې او ښکنځل کوي.

په يوه ويډيو کې ليدل کېږي چې د طالبانو يو غړی پر هغه سړي مخامخ ډزې کوې چې پر سمټي ديوال ناست دی او غواړي تري واوړي.

له هيواده د وتلو لپاره د کابل پر هوايي ډګر هجوم تازه نه دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵مې په ماښام چې کله طالب ځواکونه کابل ته ننوتل، نو هم سلګونو خلکو بهر ته د تلو په موخه پر دې هوايي ډګر هجوم ور ووړ.