اطلاعات روز: د افغانستان د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل ايران ته خبرداری ورکړی، چې له طالبانو ته نږدې کیدل به درته خطرناکې پايلې ولري.
ده دا څرګندونې په کابل کې د ايران د اسلامي انقلاب د کليزې په جشن کې د طالب چارواکو ګډون ته په غبرګون کې کړې دي.
نبيل په پرلپسې ټویټونو کې طالبان او طالباني فکر «د نننۍ ټولنې او د افغانستان د راتلونکې او سيمې لپاره وژونکې او مزمنه ناروغۍ» بللې ده.
ده ايران ته په خطاب کولو ليکلي: «که دې ناروغۍ ته نږدې کېږئ، تاسو هم پرې اخته کېږئ او ستاسو لپاره به خطرناکې پایلې ولري.»
د ملي امنيت پخواني رييس زياته کړې چې طالبان پر ټولو د رمې فکر کوي او ځان ورته شپون ښکاري. ده ویلي: «شپون تر ډېره د چاقوالي په اړه فکر کوي او غواړي چې د رمې له پوست، غوښې او شيدو ګټه واخلي، د رمې د هوساينې فکر ورسره نه وي.»
سره له دې چې ايران وايي، طالبان په رسميت نه پېژني، خو بيا هم له دې ډلې سره اړيکې لري. ايران طالبان «د افغانستان سرپرسته واکمنه ډله» بولي.
په کابل کې د ايران سفارت د پخواني حکومت تر سقوط وروسته پرانيستی دی او په تهران کې د افغانستان سفارت هم اوس مهال له کابله امر اخلي.
ايران پخوا هم له طالبانو سره په اړيکه کې و او کله – کله به يې دا ډله ور غوښته.
