سرپل ولایت کې د يوه سړي ځړېدلی جسد وموندل شو

اطلاعات روز: سرپل کې د طالبانو امنيتي مسوولين وايي، چې د دې ولايت په صياد ولسوالۍ کې د يوه سړي ځړېدلی جسد موندل شوی دی.

په سرپل کې د طالبانو د پوليسو وياند دين محمد نظري وايي، چې دا جسد د محمد داوود په نوم د يوه ۵۰ کلن سړي دی چې تېره شپه (شنبه، ۲۲ د سلواغې) د صياد ولسوالۍ په «قفلاتون» کلي کې د دې سړي په کور کې پيدا شوی دی.

نظري وايي، چې د دې سړي ميرمنې ادعا کړې چې محمد داوود رواني تکليف درلود او له همدې وجې يې خپل ځان ځړولی دی.

خو د نظري په وينا، د محمد داوود مور او ورور دوه کسان د ده په اعدام تورن کړي او دواړه تورن اشخاص نيول شوي دي.

په سرپل کې د طالبانو د پوليسو وياند ويلي، چې د دې قضيې د پټو اړخونو د روښانولو لپاره څېړنې روانې دي.