تخار کې د يوې معترضې ښځې نيول کېدل؛ اروپايي اتحاديه: د معترضو ښځو غږ دې واورېدل شي، ځپل کېږي دې نه

اطلاعات روز: افغانستان کې د اروپايي اتحاديې استازولۍ له طالبانو غوښتي چې په تخار کې نيول شوې معترضه ښځه پريسا مبارز دې سمدستي خوشې کړي.

دې استازولۍ د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست په دفتر کې د اسيا او ارام سمندر د مسوولې پائولا پامپالوني ټويټ بيرته خپور کړی او ويلي يې دي چې د هغو معترضو ښځو غږ چې د ښځو زده کړې او انساني کرامت غواړي، واورېدل شي او نه دې ځپل کېږي.

پريسا مبارز تېره ورځ له خپل ورور سره په تخار کې نيول شوې ده.

پريسا مبارز په تخار کې د ښځو د اعتراضي حرکت مسووله ده. دا په تخار کې د ښځو د تکواندو لوبډلې روزونکې هم وه.

تر دې وړاندې هم طالبانو په کابل او ځینو نورو ولايتونو کې اعتراض کوونکې ښځې نيولي او زنداني کړې دي.

دې ډلې په تېر يوه نيم کال کې د ښځو اعتراضونه په سخت ډول ځپلي دي. اعتراض کوونکې ښځې عموما د زده کړو او کار د حق غوښتنې او د «ډوډۍ، کار، ازادۍ» په شعار سره لارو – کوڅو ته راوتلې.