لغمان کې د طالبان سره د زنداني سرتیري جسد موندل شوی

اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت الینګار ولسوالۍ کې د هغه پخواني سرتیري جسد موندل شوی چې د طالبانو په زندان کې بندي و.

یوې ځایي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي اطلاعات روز ته وویل، چې یاد سرتیری شاوخوا درې نیمې میاشتې وړاندې د طالبانو استخباراتو نیولی او بندي کړی و، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۲۳ د سلواغې) یې جسد د الینګار ولسوالۍ «نورلام» دره کې ځایي خلکو موندلی دی.

سرچینه وایي، د وژل شوي کس له جسد معلومیدل چې هغه لومړی سخت شکنجه شوی او بیا په ډزو وژل شوی دی.

د لغمان یو اوسیدونکی وژل شوی سرتیری د صابر خان په نوم یادوي او وایي چې هغه په تېر جمهوري نظام کې سیمه ییزو پولیسو کې دنده درلوده.

لغمان کې طالب چارواکي د یادې پېښې په اړه ناخبري ښیې او د داشان پېښو لامل شخصي دښمنۍ یادوي.

ختیځ د ۲۰۲۳ کال له پیل سم له هدفي وژنو خالي نه وو، یوازې د تیرې جنورۍ میاشت په دغه ولایتونو کې شپږ هدفي وژنې رسنیزې شوي او د خلکو په خبره زیاتره دا ډول پېښې طالبان پټوي او له رسنیو سره یې نه شریکوي.

ځینې نور پخواني نظامیان او عام وګړي هم روان حالت اندیښمن کړي او وایي، د هدفي وژنو زیاتیدو یې په ورځنیو او د ژوند په نورو چارو اغیز کړی چې له امله یې زیاتره په رواني ناروغیو اخته شوي هم دي.