په پرلپسې دويمه ورځ د ۴۰ ميليون ډالري کڅوړه کابل ته راورسېده

اطلاعات روز: د طالبانو تر مديريت لاندې د افغانستان بانک وايي، چې نن (دوشنبه، ۲۴ د سلواغې) د ۴۰ ميليونو ډالرو کڅوړه کابل ته رسيدلې ده.

تېره ورځ او د تېري اونۍ په پنج شنبې هم د ۴۰ ميليونو ډالرو دوې کڅوړې کابل ته رسيدلې وې.

تر اوسه افغانستان ته د ۴۰ ميليون ډالرو ۲۵ او د ۳۲ ميليون ډالرو ۳۰ کڅوړې رسيدلې دي.

د مرکزي بانک له ارقامو سره سم پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د نړيوالې ټولنې د ټولو نغدي مرستو کچه څه باندې يو ميليارد او ۹۵۳ ميليونه ډالره کېږي.

د مرکزي بانک په وينا، دا پيسې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په توګه کابل کې يوه سوداګريز بانک ته سپارل شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) وايي، چې دا پيسې په يوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو په مشخصو بانکي حسابونو کې ساتل کېږي چې د دې سازمان بنسټونه ترې استفاده کوي او طالبان ورته لاسرسی نه لري.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه