هلمند کې د جمعې ورځې لمانځه کې د یو شمېر دوکاندارانو نه ګډون؛  طالبانو ۷۰ دوکانونه وتړل

اطلاعات روز: د هلمند په مركز لښكرګاه ښار كې سرچينې وايي، چې د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست هغه ۷۰ دوکانونه تړلي چې مالکان یې د جمعې ورځې لمانځه ته نه وو حاضر شوي.

يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته وويل، چې دغه دوکانونه د لښکرګاه ښار د الجديد په سوداګريز مارکېټ کې موقعيت لري او مالکانو يې د تېرې جمعې ورځې لمانځه کې برخه نه وه اخيستې.

د سرچينې په وينا، د طالبانو امربالمعروف دغه دوکانونه تړلي او ويلي يې دي، چې د بيا پرانېستلو لپاره باید هر مالک لس زره افغانۍ جريمه ورکړي.

تر دې وړاندې هم طالبانو په ځینو ولایتونو کې خلک په زور جوماتونو ته وړي دي.

که څه هم طالبان وايي، چې د دې ډلې امربالمعروف یوازې خلکو ته سپارښتنې کوي خو، ډیر کله د دوی له حکم څخه سرغړونکي کسان وهل شوي او سپکاوی یې شوی دی.