اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي معاونت دفتر وايي، چې په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو کميټې تر اوسه ۲۸ زره او ۳۴۳ تنه تشخيص کړي او راټول کړي دي.
د دې دفتر په وينا، له راټولو شويو فقيرانو څخه ۱۲ زره او ۲۷۲ ښځې او ۱۲ زره او ۴۴۵ يې ماشومان دي.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي معاونت دفتر نن (سېشنبه، ۲۵ د سلواغې) په يوه خبرپاڼه کې زياته کړې چې د راټولو شويو فقيرانو په منځ کې درې زره او ۷۱۶ نارينه هم شته دي.
دا دفتر وايي، چې له «مستحقو» فقيرانو سره نغدي مرسته کېږي او بې سرپرسته ماشومان چې سوال کوي، تر ثبت او بايوميټريک وروسته د کار او ټولنيزو چارو وزارت زدکړييزو مرکزونو ته انتقالېږي.
طالبان په داسې حال کې سوالګر له کابل ښاره ټولوي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې فقر او بېکاري زيات شوي دي.
ويل کېږي چې د افغانستان نيم نفوس له لوږې سره مخ دی. همدې وضعيت خلک سوال کولو ته اړ کړي دي.
