اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) وايي، چې ښځینه بشري کارکونکې د مرستندویه کارکونکو په توګه ژوند ژغوري.
دې بنسټ نن (سېشنبه، ۲۵ د سلواغې) پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د ۲۰۲۲ کال پر مهال يې د ښځو د ګډون په مرسته افغانستان کې ۱۸ ميليونه وګړو ته بشرپالې مرستې رسولې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اقتصاد وزارت په مرستندويه بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو بنديز لګولی دی.
د مرستندويه بنسټونو په وينا، د طالبانو دې پرېکړې د مرستې رسونې بهير اغېزمن کړی دی.
په همدې حال کې يونيسف ويلي، چې په افغانستان کې سږني ژمي ډېرو زيانمنونکو قشرونو ته درانه تلفات اړولي دي.
د دې بنسټ په وينا، راپورونه وايي چې په جنورۍ مياشت کې په سلګونو ماشومانو د سړې هوا او ناروغيو له کبله مړه شوي دي.