ننګرهار برښنا رییس

د ننګرهار برښنا ریاست: د تېر کال پرتله مو عواید دوه برابره زیات شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار د برېښنا ریاست مسوولان وایي، د تېر کال په پرتله یې سږني عوایدو کې دوه برابره زیاتوالی راغلی دی.

د دې ولایت د برېښنا رئيس غلام حیدرفقیرزي نن (دوشنبه، ۲۹ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې، سږکال يې تر دې دمه ۴۴۰ ميلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

نوموړی وایي د عواید د زیاتوالي ستر لامل یې د ۴ سوه ترانسفرمرو لګول او د ضایعاتو مخنیوی دی. فقیرزي که څه هم د مشخصې ادارې او شخص نوم یاد نه کړ خو زیاته یې کړه چې اوس هم یو شمېر اشخاص او ادارې په میلیاردونو افغانۍ پوروړي دي.

هغه زیاتوي: «سږکال مو عواید زیات شوی او لامل یې دا ده چې مونږ په دې برخه کې کار کړی او لاهم کار کوو او سږ کال به د بریښنا پرچاوي هم کمه وي.»

نوموړي همداراز اطلاعات روز ورځپآنې ته وویل، هڅه يې پيل کړې څو له دوی هم پورونه ترلاسه کړي.

د بریښنا رئیس وویل اوسمهال ننګرهار۳۰۰ میګا واټه برېښنا ته اړتیالري چې پدې سره به مرکز او ولسوالیو کې د برېښنا ستونزه تر یوه بریده حل شي.

د ننګرهار د برېښنا ریاست داسې مهال د خپلو عواید د زیاتوالي خبره کوي چې اوس هم ګڼ ننګرهاریان د برېښنا له نشتون نه شکایت کوي. دوی وایي شته برېښنا هم د زوراکو او چارواکو په خدمت کې ده او ولسونه له برېښنا پرته بیلونه تحویلوي.

عام خلک وایي هرکال دوی سره د دې ستونزې د حل ژمنې کېږي خو حل لار ورته نه لټول کېږي.