واک ته د طالبانو له رسېدو کابو ۲۰ میاشتې تېریږي، که څه هم په ځنیو ولسوالیو کې د تېرو دوو لسیزو جګړو پر مهال ځینې تخریب شوي مخابراتي سایټونه بیرته رغول شوي خو بیا هم په مرکز ګردېز او ځینو ولسوالیو کې خلک له لوړو بیو او کمزورو مخابراتي خدمتونو شکایت کوي.
د دغه ولایت اوسېدونکو په وینا نه یوازې دا چې د انټرنیټ بیې لوړې شوي بلکې په ځینو ولسوالیو کې خلک په ډېره اسانۍ د عادي اړیکو نیولو لپاره هم کافي لاسرسی نه لري.
دا ستونزې د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین هم نه ردوي، خو وايي چې واک ته د دوی په رسېدو یې په لېرې پرتو سیمو کې د مخابراتي شبکو ګڼ نوي انتنونه نصب کړي دي.
د مرکز ګردېز اوسېدونکي وايي، د بېلابېلو مخابراتي شبکو د انټرنیټ بیې په بېساري ډول لوړې شوي خو پر کیفیت یې لاهم کار نه دی شوی.

دوی په دې برخه کې له طالبانو غوښتنه کوي چې په یادو شخصي کمپنیو فشار راوړي ترڅو د انټرنیټ کیفیت ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ګردېز ښار یو تن اوسېدونکي نور الرحمان اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د انټرنیټ د کمزوي کیفییت له امله په ورځني ژوند کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په خبره یې چې لوړو بیو ته په کتو یې ډیری خلک د رانیولو توان هم نه لري.
نوموړي د دې وضعیت لوی لامل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او اړونده ریاستونو نه پام په ګوته کوي او وايي، څو ځله په دې برخه کې له خلکو سره ژمنې هم شوي چې د انټرنیټ بیې به ښکته کوي خو تر اوسه عملي څه نه دي شوي.
هغه وايي: «دلته په پکتیا ولایت کې انټرنېټ ډېر ضعیف وي او حتا ځینې وخت د شپې له خوا کار هم نه کوي، ولې بل خوا چې مونږ انټرنیټ فعالوو، نو یو جي بي په ۲۰۰ یا له دې هم په پورته بیه مونږ ته انټرنیټ راکول کیږي.
غوښتنه کوو، چې د مخابراتو وزارت دې په دې برخه کې د خلکو ستونزې درک کړي او هغه ژمنه چې د انټرنیټ د بیو ښکته کېدو لپاره شوې وه باید عملي شي او بیې راښکته شي.»
زرمت، احمدخېل، شوک، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ، ځاځي اریوب او ځینې نورې هغه ولسوالۍ کې دي چې ځايي خلک یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د احمدخېلو ولسوالۍ د حسن خېلو سیمې یو اوسېدونکي شاکرالله له اطلاعات روز سره په خبرو کې په خپله سیمه کې له کمزروي مخابراتي خدمتونو شکایت وکړ او ویې ویل، د دې ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې نه یوازې خلک له انټرنیټي خدمتونو بې برخې دي، بلکې د عادي اړیکو نیولو لپاره هم د غرونو لوړو څوک ته پلی مزل کوي.
نوموړی وايي، د ولسوالۍ ډېره برخه اوسېدونکي د غرونو په تګیو کې ژوند کوي او خدماتو ته د لپاره په ځینو لوړو څوکو د نوي سایټونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
شاکرالله داسې وویل: «زه خپله د حسن خېلو د سیمې اوسېدونکی یم، زمونږ په سیمه کې انټرنیټ خو پرېږده چې خلک په ښه کیفیت د عادي اړیکو نیولو برخه کې هم اسانتیاوې نه لري او د دې ستونزو د هواري لپاره پکار ده چې په نري کنډو، حسن خېلو او ځینو نورو هغو سیمو کې نور سایټونه هم فعاله شي چې په تنګي کې پراته خلک هم ورڅخه برخمن شي.»
له احمدخېلو ور هاخوا بیا په پراخه مساحت لرونکې ولسوالۍ زرمت کې هم ورته ستونزې موجودې دي، دا ولسوالۍ د تېرو جګړو پر مهال د پکتیا ولایت تر ټولو نا امنه ولسوالۍ بلل کېده او له همدې وجې ۸۰ سلنه اوسېدونکو مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه درلوده. د زرمت اوسېدونکي له مخابراتو ریاست د تخریب شویو سایټونو او په ځینو نورو سیمو کې د نویو سایټونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
د زرمت یو تن قومي مشر ناصري وايي، نه یوازې د زرمت په کولالګو، ګردتخی، سورکۍ او ځینو لېرې پرتو سیمو کې خلک له دې اسانتیا بې برخې دي، بلکې په مرکز تعمیر بازار کې هم ډېر کله د انټرنیټ خدمات په نشت حساب وي.
نوموړي وویل: «په زرمت کې ستونزې ډېرې دي، چې یوه یې هم مخابراتي خدمتونو ته نه لاسرسی دی، زمونږ ګڼې سیمې له دې نعمت بې برخې دي او له امله یې په خورا ستونزو کې راګېر دي، پخوا خو دا بهانه کېده چې طالبان شبکو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي، ولې اوس خو امن دی او هیڅ ستونزه نشته نو ولې بیا هم زمونږ لوري ته پام نه کیږي، هیله ده چې زرمتیانو ته دا اسانتیا برابره شي.»

په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو محلي چارواکو هم په مخابراتو برخه کې ستونزې نه ردوي.
د زرمت لپاره د طالبانو ولسوال عبدالرحمان وايي، د خلکو غوښتنې او شته مشکلات یې د حل په موخه له اړونده مسوولینو سره شریکې کړې خو تر اوسه یې د هواري لپاره عملي اقدامات نه دي ترسره شوي.
په مخابراتو برخه کې یوه بله ستونزه چې اوس ورسره خلک مخ دي، د سیمکارتونو د راجستر کولو پر مهال د اسانتیاوو کموالی دی.
د ګردېز اوسېدونکي وايي، ګنې ګوڼې ته په کتو د اړونده مخابراتي کمپنیو دفترونه کم دي چې له وجې یې دوی په ساعتونو انتظار کوي.
د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د معلوماتو له مخې چې تر اوسه یې په مرکز او ځینو ولسوالیو کې تر ۱۰ نوي مخابراتي انتنونه نصب شوي او ګڼ نور چې د جګړو له امله تخریب شوي و بیرته رغول شوي دي.
د دې ولایت لپاره د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست طالب مسوولین هم په ځینو سیمو کې ستونزې مني، خو وايي دا ستونزې یې تر ۷۰ سلنه هوارې کړې دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریس نصرت الله هجرت په وینا چې په ګڼو ولسوالیو کې خلک اوس د انټرنیټ برخه کې له 3G خدمتونو استفاده کوي.
هغه زیاته کړه چې دوی په ځینو سیمو او ولسوالیو کې د نویو سایټونو د فعالیدو پلان لري چې د خلکو پاتې ستونزې به هم ورسره هوارې شي.

نوموړي وویل: «مونږ تر ۱۰ نوي سایټونه فعال کړي، د دې دوه برابره مو چې پخوا تخریب شوي و بیرته رغولي دي او هغه ولسوالۍ چې لاهم په مخابراتو برخه کې ستونزې لري چې ډېره کمه برخه راځي د هغوی لپاره هم مونږ په راتلونکي کې جدي پلان لرو تر څو د پکتیا ټول اوسېدونکي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي.»
په سویل ختیځ زون کې د پکتیا سربېره په پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو هم خلک له ورته مخابراتي ستونزو سره مخ دي او حتا د دغو ولایتونو په ځنیو هغو ولسوالیو کې چې فرضي کرښې ته نږدې پرتې دي، ځايي خلک یې د افغانستان پر ځای له پاکستاني سیمکارتونو استفاده کوي.
