امريکا: که طالبان د القاعدې پر خلاف اقدام ونه کړي، موږ خپله اقدام کوو

اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس ويلي، چې د القاعده ځینې غړي افغانستان کې حضور لري، که طالبان د خپلې ژمنې سره سم د هغوی پر وړاندې اقدام ونه کړي امریکا به خپله لاس په کار شي.

پرايس تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۶ د سلواغې) د يوې خبري غونډې پر مهال د ملګرو ملتونو د راپور په اړه چې وايي، د القاعدې نوی رهبر په ايران او يو بل مهم غړی يې په افغانستان کې دي، د امريکا د انديښنې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د سيف العدل په اړه د امريکا ارزونه د ملګرو ملتونو د راپور سره همغږې ده.

ده زياته کړه: «کله چې هلته (ايران) د (القاعدې د مشر) دشتون په اړه خبره کېږي، نو دا ښيي چې ايران د تروريزم او په منځني ختيځ کې او تر دې هاخواته د بې ثباتۍ د فعاليتونو پراخ ملاتړ کوي.»

پرايس د خپلو خبرو په دوام وويل، چې په افغانستان کې د القاعدې د ټولو غړو د شتون په اړه امريکا دوه ګونی پيغام لري.

ده زياته کړه چې لومړی خو طالبانو ژمنه کړې چې اجازه به نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د هغو کسانو پناهځای شي چې د متحده ايالاتو پر خلاف توطيې کوي.

پرايس وويل: «دويمه خبره داده چې که طالبان ونشي کولای او يا هم ونه غواړي پر خپلو ژمنو عمل وکړي، تيار يو، غواړو او دا توان لرو چې په خپله اقدام وکړو.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د خپلو خبرو په دوام په کابل کې د القاعدې د پخواني غړي ايمن الظواهري وژل کېدلو ته اشاره کړې ده.

امريکا د ۲۰۲۲ کال د جولای پر ۳۱ مه اعلان وکړ چې الظواهري يې په کابل کې وژلی دی.

په دې راپور کې راغلي، چې القاعدې د طالبانو د انديښنو له وجې چې په کابل کې يې د ظواهري وژنه نه ده منلې او په ايران کې د سيف العدل د حضور له کبله يې خپل نوی مشر نه دی اعلان کړی.

د ملګرو  ملتونو په دې راپور کې راغلي دي: «د غړو هيوادونو غالب نظر دادی چې سيف العدل اوس د القاعدې مشر دی … خو دا چې طالبانو په کابل کې د ظواهري وژنه نه ده منلې او [العدل] د ايران په اسلامي جمهوريت کې دی، القاعده د همدې حساسيت له وجې خپل مشر نه دی اعلان کړی».

طالبانو د دوحې په تړون کې له امريکا سره ژمنه کړې چې د القاعدې غړو ته به په افغانستان کې پناه نه ورکوي.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې لیکلي چې په کابل کې د الظواهري وژل کېدل د طالبانو لپاره د «شرم» وړ دي.