د طالبانو يو چارواکی: ترکيې ته د انتقال اوازه خپروونکي نيول شوي

اطلاعات روز: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر رسنيو د څار رييس عبد الحق حماد وايي، د کابل له هوايي ډګره ترکيې ته د انتقال اوازه خپروونکي نيول شوي دي.

ده نن (پنج شنبه، ۲۷ د سلواغې) په يوه ټويټ کې ليکلي، هغه ښکنځلماران چې ځانونه يې د طالبانو د حکومت برخه بلل او خلک يې د هوايي ډګر مخې ته توهين کړي و، هم نيول شوي دي.

د تېري اونۍ د چهارشنبې په ماښام يو شمېر هيوادوالو د کابل پر هوايي ډګر هجوم ور ووړ او ادعا وشوه چې ترکيې ته خلک انتقالوي.

د طالبانو غړي دا خلک په تاوتريخجنه توګه او هوايي ډزو وپاشل او پر ټولنيزو رسنيو په خپرو شويو ويډيوګانو کې ليدل کېږي چې د طالبانو غړي د خلکو سپکاوی کوي.

د نیوکه کوونکو په وينا، پر هوايي ډګر د خلکو هجوم د طالبانو له واکمنۍ څخه د خلکو د وتلو تلوسه ښيي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه چې کابل د طالبانو په لاس سقوط شو هم خلکو د کابل پر هوايي ډګر د وتلو لپاره هجوم ور وړی و.