اطلاعات روز: د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان کې ولسي سرچينې وايي، چې يوه زوی خپله مور وژلې او د هغې مړی يې سوځولی دی.
سرچينې وايي، د اميدالله په نوم یوه ځوان نن (پنج شنبه، ۲۷ د سلواغې) سهار خپله مور، بي بي عايشه د شبرغان ښار په «پيرمزيد» سيمه کې وژلې ده.
په همدې حال کې په جوزجان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند عبد الستار حليمي دا خبر تاييدوي او وايي، چې دې ځوان لومړی خپله مور د چاقو په ګزار سره وژلې او وروسته يې د هغې مړی سوځولی دی.
د حليمي په وينا، تورن کس د طالب ځواکونو له خوا نيول شوی او په دې اړه له هغه پلټنې روانې دي.
دی وايي چې تر اوسه د دې وژنې علت او انګيزه نه ده روښانه.
په وروستيو وختونو کې د نورو ټولو مرموزو او هدفي وژنو تر څنګ په هيواد کې کورنۍ وژنې هم زياتې شوې دي.
تېره ورځ له سرپل ولايت څخه راپور ورکړل شو چې د دې ولايت په سانچارک ولسوالۍ کې يوه هلک خپله کوژدنه او د هغې مور وژلي دي.