د مرکز ترینکوټ دوکاندارانو پر خپل سرد توکو نرخونه لوړ کړي دي

د رواني اوونۍ د شنبې په ورځ دارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې د پاکستانيو کالدارو پر پیر او پلور بنديز ولګول شوو چې ورسره يو شمير هټوالو په افغانيو اسعارو د توکو نرخونه نور هم لوړ کړل.

د دې ولايت اوسيدونکي د هټوالو د توکو له لوړو قيمتونو څخه شکايت کوي او زياتوي چې ځينو هټوالو نږدې دوه برابره د تيرې اوونۍ په پرتله د توکو قيمتونه لوړ کړي دي.

دوی وايي له يوې خوا اقتصادي ستونزې لري او له بل پلوه يې لوړو نرخونو ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته