د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له دې وروسته به د بریتانیا سمندري او هوايي ځواکونه د ایران له لوري د «ترهګرو سازمانونو» په توګه پېژندل کېږي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې چې نن (یکشنبه، د لړم ۱۰مه) خپره شوې، ویلي چې د انګلستان بهرنی استخباراتي سازمان (MI6) یې هم د «دښمنو ډلو» په نوملړ کې شامل کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه پرېکړه د دغه هېواد د ملي امنیت عالي شورا د مصوبې پر بنسټ او د ایران پر وړاندې د بریتانیا د حکومت د تېر یوه کال د اقداماتو په غبرګون کې شوې ده.
د یاد وزارت په وینا، په دغو اقداماتو کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو په جګړه کې د بریتانیا ګډون او د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران نوم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شاملول هم راځي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې دغه اقدام «د نړیوالو حقوقو د اصولو او د متقابل عمل د اصل په چوکاټ کې» ترسره شوی او د پایلو مسؤولیت به یې د بریتانیا د حکومت پر غاړه وي.
د بریتانیا حکومت د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۲۲مه د ایران سپاه پاسداران «ترهګر سازمان» اعلان کړ او له دغه سازمان سره یې د همکارۍ لپاره سختې سزاوې وټاکلې.
بریتانیا د امریکا او اسراییلو له لوري د ایران پر وړاندې د جګړې پر مهال، سره له دې چې په پیل کې یې مخالفت کړی و، په پای کې د امریکا له هغې غوښتنې سره موافقه وکړه چې د خپلو پوځي اډو د کارولو اجازه ورکړي.
دغه هېواد امریکا ته اجازه ورکړه چې په بریتانیا کې د فیرفورډ هوايي اډه او په قبرس کې د ډیاګو ګارسیا او اکروتیري اډې د دفاعي او لوژستیکي عملیاتو لپاره وکاروي.
بریتانیا همدارنګه د ایران د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو د شنډولو په برخه کې د سیمې له هېوادونو سره همکاري کړې او د «اېچاېماېس ډراګون» په نوم یې خپله جنګي بېړۍ، د بېپیلوټه الوتکو ضد دفاعي سیستمونو سره ختیځې مدیترانې ته استولې ده.
