د پکتیا په مرکز ګردېز کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو د سوېل ختیځ زون د شپږو ولایتونو د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز پرانیست.
د سوېل ختیځ زون د سرې میاشتې ټولنې رییس مولوي منهاجالدین هاشمي وايي، په دغه مرکز کې به د شپږو ولایتونو ۱۵۰ رواني ناروغان بستر او تر درملنې لاندې ونیول شي.
د نوموړي په وینا، په دغه مرکز کې به پر رواني ناروغیو اخته ښځې او نارینه په جلا جلا برخو کې ساتل او درملنه یې کېږي.
هغه زیاته کړه، په دې مرکز کې به له ۱۸ تر ۵۰ کلونو پورې عمر لرونکي ناروغان بستر او درملنه شي.
په همدې مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شهابالدین دلاور وویل، هغه ښځې او نارینه به هم په دغه مرکز کې تر درملنې لاندې ونیول شي چې هېڅ ډول سرپرست ونه لري.
دلاور زیاته کړه، په مرکز کې د رواني ناروغانو لپاره د خوړو، استوګنې او درملنې ټول خدمات وړیا دي.
ځايي مسولينو وویلي، چې د هېواد په ټولو زونونو کې یې ورته مرکزونه فعال کړي او زرګونه رواني ناروغان په دغو مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.
رواني روغتیا د عامې روغتیا یوه مهمه برخه ده، خو په افغانستان کې د رواني ناروغیو د درملنې لپاره د ځانګړو مرکزونو کمښت، اقتصادي ستونزې او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د دې برخې له مهمو ننګونو څخه دي.
