د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو په موخه د ایران د پلاوي او قطري منځګړو ترمنځ خبرې پرلهپسې درېیمې ورځې ته غځېدلې دي.
دغه رسنۍ د یوه باخبره چارواکي له قوله لیکلي، چې ایراني مذاکره کوونکي نن (یکشنبه، د لړم ۱۰مه) هم په دوحه کې حضور لري، څو له قطري منځګړو سره له امریکا سره د یوه هوکړهلیک د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړي.
د قطري منځګړو او ایراني چارواکو ترمنځ خبرې د جمعې په ورځ په تهران کې پیل شوې، د شنبې په ورځ دوحې ته ولېږدول شوې او نن هم د قطر په پلازمېنه کې دوام لري.
رویټرز د یوه رسمي چارواکي له قوله لیکلي، چې د دغو خبرو اړوند همغږي له واشنګټن سره د پرلهپسې اړیکو له لارې ترسره شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي هم پرون تایید کړه، چې د دغه هېواد یو پلاوی په دوحه کې دی او له امریکا سره خبرې د منځګړو له لارې دوام لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چې ایران د یوې هوکړې غوښتونکی دی او خبرې اترې په ښه توګه پر مخ روانې دي.
دا خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ایران مشر مجتبی خامنهیي خپلو پوځي قوماندانانو ته امر کړی، چې د امریکا د هر نوي برید په صورت کې سمدستي او له جغرافیایي محدودیت پرته ځواب ورکړي.
