د طالبانو د پکتیکا امنیه قوماندانۍ اعلان کړی، چې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې د دغه ولایت د شکین ولسوالۍ یو ځوان وژل شوی او دوه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن (یکشنبه، د لړم ۱۰مه) د ماسپښین شاوخوا ۳:۱۰ بجې پاکستاني ځواکونو د شکین ولسوالۍ د «سورډاغ» کلي د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي دي.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ د برید څرنګوالی نه دی روښانه کړی، خو د دې ډلې رسنیو راپور ورکړی، چې پر یادې سیمې د درنو وسلو مرمۍ لګېدلې دي.
د دغې قوماندانۍ په وینا، په برید کې یو ځوان وژل شوی او دوه زدهکوونکي ټپیان شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملکي وګړو کورونو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.
د پکتیکا د طالبانو امنیه قوماندانۍ زیاته کړې، چې تر دې وړاندې هم پاکستاني ځواکونو د دغه ولایت په شکین او برمل ولسوالیو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي وو.
پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبان او پاکستاني ځواکونه نن له غرمې مخکې د تورخم په سرحدي سیمه کې هم له یو بل سره نښتي وو.
څو ورځې وړاندې هم په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه.
د طالبانو په وینا، په هغې نښته کې دوه ماشومان وژل شوي وو.
