انځور: Kevin Lamarque | Reuters

د امريکا د استازو جرګې جمهوريت غوښتونکي: د بايډن حکومت دې له افغانستانه د وتلو په تړاو معلومات وړاندې کړي

اطلاعات روز: د امريکا د استازو جرګې جمهوريت غوښتونکو د بايډن له حکومت څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه د دې هيواد د وتلو په اړه دې معلومات وړاندې کړي.

د امريکايي رسنيو له راپور سره سم، د جمهوريت غوښتونکو استازو له افغانستانه د بايډن د حکومت نظامي او ډيپلوماټيکه وتنه فاجعه زېږوونکې ګڼلې او کوم ليک چې يې دفاع وزارت، بهرنيو چارو وزارت، داخلي امنيت او د متحده ايالاتو نړيوالې پرمختيايي اژانس ته ليکلی دی، په هغه کې يې د ټولو اسنادو، اړيکو او معلوماتو غوښتنه کړې ده.

د امريکا د استازو جرګې د نظارت او ځواب ورکولو کميټې رييس جيمز کومر ليکلي: «امريکايي سرتېرو او ښځو قربانۍ ورکړې، امريکايان پرېښودل شول، د ماليې ورکوونکو د ډالرو حساب نه کېږي، طالبانو نظامي تجهيزاتو ته لاسرسی وموند، د افغان ښځو پرمختګ له منځه ولاړ او اوس ټوله سيمه د دښمنو طالبانو په لاس کې ده.»

ده ويلي، چې د امريکا خلک د ځواب وړ دي او په دې څیړنو کې د بايډن د حکومت له خوا د خنډونو را منځته کول د منلو وړ نه دي.

سپينې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

متحده ايالاتو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۱مه له افغانستانه خپل پر شاتګ بشپړ کړ. په دې وتلو سره د دوو لسيزو هغه جګړه پای ته ورسېده چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر تر ۱۱مې وروسته پيل شوې وه.

د امريکا او ناټو ځواکونو د وتلو له پېل سره د طالبانو پرمختګ شروع شو او اخر هم د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه دې ډلې کابل ونيوه، په داسې حال کې چې لا هم امريکايي ځواکونه د کابل په هوايي ډګر کې په تخليه بوخت و.

د بايډن حکومت له افغانستانه د وتلو او د دې هيواد د دولت پاشل کېدو له وجې تر فشار لاندې دی.