«ايګزيټ» ازموينه له ښځينه ګډونوالو پرته واخيستل شوه

اطلاعات روز: د طبي شورا «ايګزيټ» ازموينه نن (شنبه، ۲۹ د سلواغې) د طبي څانګو له فارغانو څخه د ښځو له ګډون پرته واخيستل شوه.

د ازموينو اداره وايي، په دې ازموينه کې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د ستوماتولوژۍ (د غاښونو طب) او طب پوهنځيو څه باندې اووه زره فارغانو برخه اخيستې وه.

طبي شورا وايي، چې په دويمه مرحله کې له ښځينه فارغانو ازموينه اخيستل کېږي، په داسې حال کې چې هيڅ نېټه يې ورته نه ده ټاکلې. دا چاره د ښځينه محصلينو د انديښنې سبب ګرځيدلې او وېره لري چې هسې نه ازموينه ترې هيڅ وانخيستل شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې طالبانو د ښځو پر زده کړو، تحصيل او کار بنديز لګولی دی.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا د طبي شورا لومړۍ ازموينه ده چې اخيستل کېږي.

په تېر حکومت کې دا ازموينه په کال کې دوه ځله د خصوصي او دولتي طب پوهنځیو له محصلينو اخيستل کېدله.

د طبي شورا په ازموينه کې له برياليتوب پرته د طبي څانګو فارغين د کار کولو جواز نه شي اخيستلای.