پکتیا کې وسله والو غلو یو ټکسي وان وواژه

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې ځايي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې د جمعه نور په نوم یو ټکسي چلوونکی د وسله والو غلو له لوري وژل شوی دی.

په دغه ولایت کې یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې جمعه نور په ګردېز ښار کې ټکسي موټر چلاوه او څو ورځې وړاندې ځینو کسانو له ځانه سره کرایه کړی و، چې د څو ورځو نادرکۍ وروسته یې تېره ورځ (جمعه، ۲۸ د سلواغې) د ګردېز ښار اړوند سیمه کې جسد موندل شوی دی.

د سرچینې په حواله چې دغه کس همدې موټر له لارې د خپلې کورنۍ لپاره ورځني مصارف پوره کول، چې یادو کسانو ترې موتر هم بیولی دی.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند  منیب ځدراڼ بیا وایي، چې د پېښې په اړه  به معلومات وکړي.

په دې وروستیو کې د پکتیا ترڅنګ په سویل ختیځ زون کې د غلاوو او نورو جنايي پېښو په زیاتېدو خلک اندېښمن دي او له طالبانو غوښتنه کوي، چې د مخنیوي لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شي.