طالبان: له بهرنيو ځواکونو پاتې نظامي اډې په اقتصادي زونونو بدلوو

اطلاعات روز: د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستيال دفتر وايي، چې د دې ډلې د اقتصادي کميسيون د فيصلې له مخې، له بهرنیو ځواکونو پاتي نظامي اډې په تدريجي توګه په ځانګړو اقتصادي زونونو بدلېږي.

د دوی له پرېکړې سره سم، د بهرنيو نظاميانو اډې صنعت او تجارت وزارت ته سپارل کېږي.

د طالبانو د اقتصادي مرستيال دفتر نن (يکشنبه، ۳۰ د سلواغې) په خپله خبرپاڼه کې ويلي، په پام کې ده چې په کابل او بلخ کې له نظامي اډو اقتصادي استفاده په ازمايښتي بڼه پېل شي.

پخواني حکومت هم همداسې طرحه درلوده، خو د سقوط تر ورځې عملي نه شوه.

په هغه وخت کې ويل کېدل چې امريکا او افغانستان پرېکړه کړې چې په باګرام، مزار شريف او کندهار کې لويي نظامي اډې په سوداګريزو مرکزونو بدلې کړې او همالته د افغانو او امريکايي سوداګرو تر منځ راکړې – ورکړې ته زمينه برابره شي.