طالبانو ارزګان کې لسګونه کسان د پاکستانۍ کالدارو د راکړې ورکړې له امله نیولي

اطلاعات روز: ارزګان ولايت کې د طالبانو ولايتي مسوولين وايي، چې دوی په مرکز ترینکوټ ښار کې د افغانيو د ترويج هڅې پېل کړي او هغه کسان نيسي چې د دوی د اصولو څخه سرغړونه کوي.

په دغه ولايت کې د طالبانو د افغانيو د ترويج کميسيون مسوولين وايي، تراوسه يې تر ۳۰ پورې داسې کسان نيولي چې په پاکستانۍ کالدارو يې راکړه ورکړه کوله او يا يي توکي په لوړ قیمت پلورل.

د دغه کميسيون يو غړی يوسف زیاتوي، چې تورن کسان يې زندان ته اچولي او د تېرې پنج شنبې راهيسې يې هټۍ هم ور تړلې دي.

که څه هم طالبان په دې ولايت کې د افغانيو د ترويج د هڅو ډاډ ورکوي خو د ښار خلک بیا د کافي افغانیو د نشتون او د توکو لوړو بیو څخه سر ټکوي.

د دې ولايت اوسيدونکي وايي، له یوې خوا په ښار کې کافي اندازه افغانۍ نشته او بل پلو شته افغانۍ زياتي زړې او د استفادې وړ نه دي.

د ارزګان یوه اوسیدونکي دادالله وویل: «د افغانیو لوټونه په ښار کې نشته، ډیر خلک افغانۍ لا پیژني نه او په کالدارو بندیز سره د توکو نرخونه لوړ شوي هم دي.»

خو په ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريس قاري اغاولي قريشي خلکو ته ډاډ ورکوي چې هغه ستونزې چې د پاکستانیو کالدارو په بنديدو سره رامنځته شوي ژر تر ژره به یې حل کړي.

شاوخوا ۳۰ کاله کېږي چې په ارزګان ولايت کې پېر او پلور په پاکستانۍ کالدارو ترسره کېږي.