جرمني: طالبان د افغانستان عامو خلکو ته د مرستې نه رسېدو مسوول دي

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د جرمني سفارت وايي، چې افغانستان ته د مرستې نه رسېدو او لوږې مسوول طالبان دي.

دې سفارت تېره شپه (شنبه، ۲۹ د سلواغې) پرلپسې ټویټونو کې ويلي، چې په بشري بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز د مرستې رسونې مخه نيولې ده.

د جرمني سفارت ويلي: «په ښکاره به ووايو: که د افغانستان خلکو ته مرسته نه رسېږي، که خلک له لوږې، يخ او د موادو له کمښت او يا نشتونه کړېږي، د دې مسووليت يوازې د اوسنيو واکمنو پر اوږو دی.»

د جرمني سفارت ټينګار کړی چې په مرستنديه بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز ويرجنې او غموونکې پايلې درلودلې دي.

د جرمني سفارت د ښځو پر کار د بنديز ليرې کېدو غوښتنه کړې ده.

د جرمني د مونيخ په امنيتي کانفرانس کې د بهرنيو چارو ښځينه وزيرانو هم د يوې ګډې اعلاميې له لارې له طالبانو غوښتي چې پر ښځو دې بنديزونه ختم شي او هغوی ته دې په مرستندويو چارو کې د ګډون اجازه ورکړل شي.

دوی پر ښځو د طالبانو بنديزونه غندلی او ويلي يې دي چې دا ډله غواړي د ژوند له ټولو برخو ښځې حذف کړي.