تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ  نښته

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې تورخم کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د درنو او سپکو وسلو ډزې پیل شوي او جګړه لا هم دوام لري.

شبیر احمد چې تورخم کې دوکانداري کوي وایي، چې نن (دوشنبه، ۱ د کب) سهار راهیسې د درنو او سپکو وسلو ډزې اورېدل کیږي.

نوموړی وایي، چې تورخم ښارګوټی د جګړې له ویرې تړل شوی او هم طالبانو له خلکو غوښتي چې د وضعیت تر ښه والي دې تورخم ته له تګ ډډه وکړي.

په سیمه کې یوې بلې ځایی سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې تورخم کې د پاکستاني او طالب سرتیرو په جګړه کې د عبدالصمد په نامه یو طالب سرتیری وژل شوی دی.

که څه هم تورخم کې طالب چارواکو تر دا مهاله د دغې جګړې پخلی نه دی کړی، خو تیره شپه د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار محمد صدیق وویل، چې د تورخم دروازه له دې امله تړل شوې چې پاکستاني حکومت له لوري د مسافرو تګ-راتګ په برخه کې شوې ژمنې عملي نه کړې.

 تر دې وړاندې تورخم کلینیک کې د پاکستاني روغتیاپالانو او پولیسو د پیسو اخیستو او فساد راپورونه هم خپاره شوي وو.

د تورخم دروازه له پاکستان سره یو له مهمو سوداګریزو لارو ګڼ کیږي، چې هره ورځ پرې د سوداګریزو توکو سربیره زرګونه خلک هم دواړو خواوو ته تګ-راتګ کوي.