یوه خیمه، یوه زړه غالۍ او څو توشکونه او بالښتونه د هغې میرمنې ټوله سرمایه ده چې له لسو کلونو راهیسې د پولیسو افسره وه.

تر امر ثاني پر کور ناسته؛ د ښځينه پوليسې او د هغې د اولادونو کيسه

تر ۱۳ کلن ساده او پاک ژوند وروسته يوه کليواله کورنۍ چې د بلخ له چمتال ولسوالۍ څخه مزار شريف ته راکډه شوې او ميشته شوې وه، ژوند يې يوه بله بڼه اخيستې وه.

دا کورنۍ تازه له ښاري ژوند سره بلده شوې وه او ماشومان يې مکتب ته تلل، خو هر څه بيرته په يوه شپه تغيير شول.

۱۳ کاله وړاندې يوې ښځې له خپلو اوو اولادونو او ناروغ مېړه سره د اولادونو د روښانه راتلونکي په هيله د بلخ ولايت له چمتال ولسوالۍ را وکوچېده او د دې ولايت د مزار شريف ښار په يوه څنډه کې يې واړول.

مزار شريف ښار ته په لومړي ځل راتلو يې هره دروازه د کار په موخه ټکوله خو هيڅ کار يې هم ونه موند. تر څلور مياشتې وروسته د يوه ګاونډي په همکارۍ د پوليسو د ليکو په اداري برخه کې جذب شوه.

دې دندې مناسب عايد درلود او کولای يې شول چې په همدې سره د کور کرايه او د ژوند عادي لګښتونه پرې کړي. خو د نظام بدلون او د طالبانو بيا واکمنېدو له دې کورنۍ عادي ژوند، ارامي او نېکمرغي يو ځل بيا اخيستي دي.

دا ښځه چې د بصيرې په مستعار نوم چمتو شوې چې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره د خپل ژوند د ستونزو په اړه وغږېږي، وايي چې هيڅکله يې په خوب کې هم دا تصور نه و کړی چې ژوند به يې دغسې بدلېږي.

بصيره وايي، چې کوم مهال د بلخ ګاونډي ولايتونه د طالبانو له لوري پرلپسې ډول سقوطېدل، له دې خوب تښتېدلی و. د مزار شريف ښار تر سقوط وړاندې بيرته له خپلو اولادونو سره کلي ته ستنېږي، خو په دې نه ده خبره چې هلته ورته کوم برخليک منتظر دی. د دې په وينا يو بدمرغه برخليک چې د دې ناروغ مېړه او يوه ځوانه لور يې ترې واخيستل.

بصيره وايي: «کله چې بيرته خپل کلي ته ولاړم د مېړه ورور مې راته اجازه رانه کړه چې خپل کور ته ولاړ شو؛ زما مېړه مې دا درد ونه شو زغملای او مړ شو.»

خو تر دې هر څه ډېر دردونکي د دې د لور جبري واده و. دا وايي: «زما د مېړه ورور زما مشره لور په زور خپل زوی ته په نکاح کړه او ان د واده مراسم يې هم پرې جوړ نه کړل»

بصيره وايي، چې مزار شريف ته له تللو پرته بله چاره نه وه، خو نه پوهېدله چې چيرته ولاړه شي ځکه نور يې د کرايې ورکولو وس هم نه درلود. دا وايي: «بې‌کاره وم، پيسې مې نه درلودې چې کور کرايه کړم، اړه شوم چې د داخلي بې ځايه شويو په يوه کمپ کې خېمه ووهم.»

د بصیرې ماشومان چې له لومړنیو اسانتیاوو پرته سختې ورځې او شپې تېروي.

دا ښځه چې کله پوليسه وه د اداري فعاليتونو تر څنګ يې له نارينه پوليسو سره په پلټنو، تلاشيو او نيونو کې هم همکاري کوله. دا اوس بې‌کاره ده او لويه هيله يې د خپل اولاد لپاره د خوراک برابرول دي.

بصيره د داخلي بې ځايه شويو په يوه کمپ کې چې اوس د دې د ژوند ځای دی، له خپل اولاد سره په سخت يخ او باراني هوا کې ولاړه ده. له ما غواړي چې خيمې ته يې ورشم او د ژوند ستونزې يې له نږدې ووينم. خيمه يې ډېره زړه ده، نه شي کولای چې د باران مخنيوی وکړي او په بشپړه توګه لنده شوې.

بصیره وايي، چې د ژمې سړې شپې او ورځې يې د ژوند له ډېرو ابتدايي امکاناتو پرته تېرې کړې دي او د ژوند ټوله پانګه يې دوه – درې بالښتونه او يوه څيرې – څيرې خيمه ده.

بصيره همدا راز وايي: «د ژمي سړې شپې مې له خپلو اوو لوڼو سره په دې له اوبو ډکې خيمې کې تېرې کړې. ټول بدن مې درد کوي. په خپله زه او لوڼې مې ناروغانې دي، ډاکټر ته د تللو وس هم نه لرو.

بصيره يوازينۍ ښځه نه ده چې واک ته د طالبانو تر بيا رسېدو وروسته يې د خپل ژوند نېکمرغۍ بايللې دي بلکې د دې په څېر په سلګونو نورې ښځې په بدو اقتصادي شرايطو کې ژوند کوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته پر ښځو چې نيمه ټولنه جوړوي بنديزونه لګېدلي او د هغوی فعاليت او ګډون محدود شوی دی، دې بنديزونو د بصيرې په څېر د زرګونو کورنيو ژوند بې رنګه او له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

قهرمانه مور

سره له دې چې بصیرې خپله دنده بايللې او له ګڼو نورو ستونزو سره مخ ده خو لا يې هم د ژوند د لګښتونو پوره کولو لپاره له هلو ځلو لاس نه دی اخيستی. دا ښځه د خپلو اولادونو د نفقې برابرولو لپاره له فقر او ناچارۍ سره مبارزه کوي او اړه شوې چې تر خپل توان لوړ کارونه وکړي.

د بصيرې خبرې له درده ډکې دي لکه کلونه چې د ژوند د ننګونو پر وړاندې چوپه پاتې شوې وي، د خپل فقر او ناچارۍ په اړه وايي: «د خپلو لوڼو د سرپرستۍ په خاطر اړه شوې يم چې د خلکو په کورونو کې صفاکاري وکړم، غالۍ او کالي ورته ومينځم.»

بصيره په خپلو خبرو کې د يوه بل دروند کار يادونه هم کوي او وايي: «دوې – درې مياشتې مې له مجبورۍ د خښتو پخولو په کارخانه کې خښتې ووهلې. دا کار سخت و، له همدې وجې مې پريښود.»

د دې ژوند له ستونزو ډک دی، د طالبانو له حکومت، داخلي او بهرنيو خيريه بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د دې او شاوخوا نورو کورنيو عاجل لاسنيوی دې وکړي. دا ښځه وايي چې تر لندو او سړو خيمو لاندې سخت وخت تېروي.

بصیره وايي چې د سرپناه، خوراکي موادو او سون توکو نشتون، روغتيايي او زده کړييزو خدماتو ته نه لاسرسی او د مناسبو کاري فرصتونو نشتوالي هغه اساسي موارد دي چې د دې ژوند يې له کړاوونو سره مخ کړی دی.

دا وايي: «اووه ډوډۍ خوړونکي لرم او له ما پرته يې بل هيڅوک د لاسنيوي نشته. نه د خوراک لپاره ډوډۍ شته او نه د ګرمولو لپاره لرګي او زغال. لوڼې مې يوه ورځ خوراک لري او يوه ورځ وږې وي.»

د بصیرې یوه لور، د دې پر ځای چې ښوونځي ته ولاړه شي، د خپلو خویندو لپاره د پخلي لپاره ګمارل شوې وه.

د طالبانو تر واک لاندې د ښځو پر شاتګ

په افغانستان کې تل سنتي نظريات او د ښځو او نارينه‌وو تر منځ جنسيتي نابرابري وه. په تېرو دوو لسيزو کې چې ښځو د سياسي او ټولنيز ګډون حق تر لاسه کړی و، تر يوه سخت پړاو تېرې شوې وې. د هيواد ښځې له نارينه‌و سره د برابر حيثيت موندلو لپاره تل له سنتي ټولنې، قومپالنې، ژورو ټولنيزو او فرهنګي ننګونو او لسګونو نورو خنډونو سره مخ وې.

خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په وروستيو دوو کلونو کې دې ډلې پر ښځو بې شمېره او پر له پسې بنديزونه لګولي او هڅه يې کړې چې ښځې له ټولنې حذف کړي. د همدې اقداماتو له وجې په زرګونو ښځې له زده کړو او په بېلابېلو بنسټونو کې له کار کولو محرومې شوې دي.

تر شپږم ټولګي د لوړو نجونو پر وړاندې د ښوونځيو تړل، په پوهنتونو کې د نجونو زده کړې ځنډول، په داخلي او بهرنيو بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز، له محرم پرته د ښځو پر تګ – راتګ بنديز او … هغه بنديزونه دي چې تر اوسه طالبانو د ښځو پر فعاليت او حضور لګولي دي.

د طالبانو له خوا د دې لګول شويو بنديزونو په اړه پرلپسې داخلي او بهرني غبرګونونه ښودل شوي، مګر تر اوسه يې د دې ډلې پر پرېکړو هيڅ اغېز نه دی کړی.