انځور: استول شوی

طالبان د پروان رسنيو ته: نشراتي منځپانګه مو د باختر تر کتنې وروسته خپره کړئ

اطلاعات روز: طالبانو په پروان ولايت کې ځايي رسنيو او خبريالانو ته امر کړی چې خپله نشراتي منځپانګه يا محتوا دې د باختر دولتي خبري اژانس تر کتنې وروسته خپره کړي.

په پروان ولايت کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې دا امر د دې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ورکړل شوی دی.

په پروان ولايت کې د طالبانو مرستيال والي محمد ادريس نوري نن (دوشنبه، ۱ د کب) دا امر «له رسنيو سره د همغږۍ په غونډه» کې کړی دی.

په پروان ولايت کې ټولو ۱۵ دولتي او خصوصي رسنيو فعاليت کاوه چې د طالبانو تر راتګ وروسته د نهو رسنيو فعاليت درېدلی دی.

په پروان ولايت کې له شپږو غږيزو، چاپي او انځوريزو رسنيو څخه «ملي ټلويزیون» او «باختر اژانس» دولتي او پاتې رسنۍ خصوصي دي.

باختر خبري اژانس او «ملي ټلويزیون» د طالبانو تر مديريت لاندې فعاليت کوي او فعاليتونه يې تر ډېره د طالبانو د سرپرست حکومت د فعاليتونو پر منعکس کولو راټول دي.

دا امر په داسې حال کې ورکول کېږي چې د افغانستان د خبريالانو د مرکز له وروستي راپور سره سم، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په هيواد کې له ټولو ۶۰۰ رسنيو څخه نيمايي يې بندې شوې دي او په زرګونو خبريالانو هيواد پرېيښی دی.