تهران کې د افغانستان سفارت کې بدلونونه؛ ايران: د طالبانو په اړه مو دريځ نه دی بدل شوی

اطلاعات روز: تهران کې د طالبانو ډيپلوماټانو ته د افغانستان د سفارت سپارلو په اړه له خپاره شويو راپورنو سره هممهاله د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني ويلي، چې د يوه ډيپلوماټ د ماموريت پای ته رسېدل او يوه بل ډيپلوماټ ته د سفارتي چارو سپارل د هغه سفارت په حقوقي وضعيت کې د بدلون په معنا نه دي.

ده په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د طالبانو له حکومت سره د ايران د تعامل په څرنګوالي کې هيڅ ډول بدلون نه دی راغلی. ايران طالبان د افغانستان سرپرسته واکمنه ډله بولي.

تر اوسه اعلان نه دی شوی چې په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرستي څوک کوي، خو د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دا ډيپلوماټ به د سفارت له اوسنۍ ډلې څخه وي.

په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرستي تر اوسه د پخواني حکومت له يوه ډيپلوماټ سره وه.

خو دا سفارت د طالبانو له حکومت سره په اړيکه کې و او دې ډلې هم خپل ډيپلوماټان ايران ته لېږلي و.

اوس مهال په بهرنيو هيوادونو کې د افغانستان ډیری سفارت خونې د پخواني حکومت د ډيپلوماټانو په واک کې دي.